لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اسلامي نظریاتي کونسل هم په درېوؤ طلاقو دسزا ملاتړ کړی


قبله ایاز وایي چې اسلامي نظریاتي کونسل خپل کردار دشریعت مطابق قوانینو جوړولو پورې محدودؤل نه غواړي
قبله ایاز وایي چې اسلامي نظریاتي کونسل خپل کردار دشریعت مطابق قوانینو جوړولو پورې محدودؤل نه غواړي

دهند نه وروسته دپاکستان اسلامي نظریاتي کونسل هم په یوځایې دریوؤ طلاقو باندې د سزا ټاکلو ملاتړ کړی دی اؤ وایي په یوځایې د دریوؤ طلاقو مخه نیول پکار ده.

تیره اوونۍ دهند قامي اسمبلۍ دمخالفو ډلو دسخت مخالفت باوجود په وخت دریوؤ طلاقونو باندې دسختو سزاګانو قانوني مسوده منظور کړې وه.

دپاکستان داسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاګټر قبله ایاز خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې په یو وخت ښځې ته درې طلاقه ورکول یوه تکنیکي ستونزه ده اؤ په دې کې دمحتاط نظر ورکولو ضرورت دی

خو هغه وویل” زه به بیا به هم دا وړاندیز وکړم چې هاغو خلکو دپاره څه سزا پکار ده چې په یو وخت ښځې ته درې طلاقه ورکوي اؤ اوس دا معامله دحکومت په لاس کې ده”

هرڅو که په پاکستان کې په یو وخت ښځې ته درې طلاقه ورکول قانوني عمل دی اؤ دفقه حنفیه په اساس ورته سم کتل کیږي خو داسلامي نظریاتي کونسل ځینې پوهان وایي چې دشیعه اؤ اهلحدیث عقیدې لرونکي په دې نظر دي چې په یو وخت درې طلاقه نه کیږي.

ډاکټر قبله ایاز وایي چې اسلامي نظریاتي کونسل خپل کردار دشریعت مطابق قوانینو جوړولو پورې محدودؤل نه غواړي ځکه چې ټولنې ته کومې نورې ستونزې پیښې دي دهغې دهواري لارې هم راویستل پکار دي.

هغه وویل اوس ټولنه ډیر په چټکتیا سره دبدلون په لوري روانه ده اؤ دا داسلامي نظریاتي کونسل ذمه واري ده چې راتلونکو چیلنجونو دپاره دشریعت له مخې وړاندیزونه وکړي.

هغه وویل همداسې یو چیلنج به دسي پیک په منظرنامه کې هم مخې ته راځي چې کله به په پاکستان کې دموجودو بیلابیلو وګړو میرمنې چینۍ وي اؤ ټولنه کې به دښځو اؤ جینکو رول سیوا کیږي.

داسلامي نظریاتي کونسل چئیرمین وویل دا مهال چې پاکستان تر ټولو زیات دکومې خطرې سره مخ دی هغه فرقه واریت اؤ ترهګري ده اؤ ددغه خطرو دمقابلې په لړ کې علماء یو مهم کردار لري ځکه نو اسلامي نظریاتي کونسل به په دې معاملو کې دعلماؤ شاملولو دپاره کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG