لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پخپله خاوره دامریکایي ډرون رانسکورؤلو ګواښ کړی


ویاند وویل امریکه چې پاکستان ته کومې مرستې ورکړي دي ډیر زر به دهغې ټول جذئیات مخې ته راوړل شي
ویاند وویل امریکه چې پاکستان ته کومې مرستې ورکړي دي ډیر زر به دهغې ټول جذئیات مخې ته راوړل شي

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل وایي پوځ په سپینو ټکو کې ویلي چې که دپاکستان په خاوره ډرون برید وشو نو کوټلی جواب به یې ورکولی شي.

خو دفاعي څیړونکي وایي چې پاکستان هیڅکله دامریکایي ډرون د ویشتلو غلطي نه شي کولی ځکه چې د ډرون نه وروسته به دامریکا جنګي الوتکې حرکت کې راځي اؤ پاکستان دهغې د خطرناکو عواقبو څخه ښه خبر دی.

تیره میاشت دپاکستان دهوايي ځواکونو مشر مارشال سهیل امان ویلي وؤ که چرې دامریکا ډرون الوتکې دپاکستان دهوایي حدونو څخه سرغړونه وکړي نو رانسکورې به کړل شي.

دزیارت په ورځ دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په وخت وویل چې دپاکستان خارجه تګلاره هیڅکله په اقتصادي تګلاره نه وي اډاڼه اؤ ژوندي قامونه دچیلنجونو مقابله په روڼ تندي کوي.

دخارجه ویاند اشاره د امریکایي چارواکو لخوا پاکستان ته د ورکړل کیدونکو مرستو دبندؤلو ګواښونو ته وه.

دامریکا صدر په لمړۍ جنوري پخپل یو ټوئټ کې لیکلي وؤ چې پاکستان په فریب امریکا نه ۳۳ اربه ډالر اخستي خو ددې بدل کې یې امریکا ته یوازې دهوکه اؤ دروغ ورکړي دي.

دامریکایي صدر ددغو څرګندونو نه وروسته دپاکستان حکومتي اؤ پوځي مشرانو دریځ خپل کړی چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې ډیرې قربانۍ ورکړي اؤ دامریکې دغه بیان مایوسه کړي دي.

خو دا لمړی ځل دی چې دصدر ټرمپ دټوئټ نه وروسته دپاکستان خارجه ویاند دپاکستان په خاوره کې دامریکايي ډرون د رانسکورؤلو ګواښ تکرار کړی دی.

تیره میاشت دپوځ لخوا ددغه ګواښ مخې ته دراتلو نه وروسته دپاکستان دپوځ یو لوړ پوړي پخواني افسر اؤ ددفاعي چارو څیړونکی بریګیډئیر(ر) سعد مومند ډیوه راډیو ته ویلي وؤ‌ چې دپاکستان لخوا دامریکایي ډرون د رانسکورولو دړکه داولس خوشحالو دپاره یوازې دیو بیان حیثیت خو لرلی شي ولې دپاکستان پوځ به کله هم د ډرون رانسکورولو عملي اقدام ونه کړي.

دبهرنیو چارو ویاند وویل امریکه چې پاکستان ته کومې مرستې ورکړي دي ډیر زر به دهغې ټول جذئیات مخې ته راوړل شي .

دیوې پوښتنې په ځواب کې ویاند وویل پاکستان کې دچین دپوځي اډو په جوړښت هیڅ غور نه دی روان اؤ نه چې په ګوادر یا خواوشا کې دپوځي اډو جوړولو په بابله پاکستان ته څه خواست کړی دی .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG