لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دامنیت پارلیماني کمیټه کې دصدر ټرمپ په ګواښونو بحث شوی


دملي امنیت په اړوند دپاکستان دپارلیماني کمیټې غونډه کې دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا په پاکستان لګول شوؤ تورونو باندې دبحث نه وروسته پریکړه شوې چې کمیټي به په دغه اړوند یوه بله غونډه غونډه وکړي.

ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ کیدونکې دغه غونډه کې به دپوځي اؤ دفاعي ادارو مشران هم رابلل کیږي ترڅو کمیټې ته دهیواد په پوځي وضعیت اؤ دامریکا دګواښونو په اړوند احوال ورکړي .

دملي امنیت‌ دپارلیماني کمیټې دغه غونډه د زیارت په ورځ دقامي اسمبلۍ دسپیکر ایاز صادق په مشرۍ شوې چې پکې دټولو پارلیماني ګوندونو استازو برخه لرله.

سرچینې وایي دغونډې په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف اؤ ددفاع وزیر خرم دستګیر دامریکایي صدر ټرمپ لخوا دپاکستان په ضد دشوي ټوئټ دبیلابیلو اړخونو داغیزو څخه دغونډې برخه وال خبر کړي دي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دنوي کال په لمړۍ ورځ خپل یو ټوئټ کې په پاکستان نیوکې کړې وې چې په فریب یې امریکه څخه ۳۳ اربه ډالر ترلاسه کړي خو خپله خاوره کې هغه ترهګرو ته ځالې ورکړي چې امریکا یې افغانستان کې په تعقیب بوخته ده.

ددفاع وزیر خرم دستګیر ویلي چې دډانلډ ټرمپ دبیان نه مخکې اسلام اباد کې کومو امریکایي چارواکو سره لیدنې شوې وې هغوئ دانډیوالۍ اؤ باور خبره کوله اؤ هیڅ ګواښ یې نه ؤ کړی خو د ټرمپ په ټوئټ کې پاکستان ته یو ناساپه ګواښ شوی دی.

هغه دا هم ویلي چې پاکستان شپاړس کاله امریکا سره دترهګرۍ په ضد جګړه کې کومه همکاري کړې دهغې په اساس امریکا ته دپاکستان ۲۳ اربه روپۍ کیدلې چې په هغې کې ۱۴ اربه روپۍ اسلام اباد ته ورکړل شوي اؤ نهه اربه لا امریکا ته پاتې دي.

قامي اسمبلۍ کې دمخالفو سیاسي ګوندونو مشر ښاغلي خورشید شاه دملي امنیت پارلیماني کمیټې ته ویلي “مونږ په جذباتو کې پریکړې نه شو کولی باید راتلونکې غونډه کې دهیواد په پوځي اؤ معاشي وضعیت هم بحث وکړل شي”

دغونډې نه وروسته دپاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چې واشنګټن پرله پسې په اسلام اباد فشار سیوا کوي چې اغیزې به یې په ټوله سیمه وشي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان ته به دډانلډ ټرمپ څرګندونې په سنجیدګۍ سره اخستل وي .

دهغه وینا وه“کتل به دا وي چې امریکا دپاکستان په ضد نور څه ګامونه اخلي اؤ هرکله چې دا واضحه شي نو پاکستان دې بیا هم په هاغه کچه خپل غبرګون وښایي”

دپاکستان په ضد د امریکایي صدر د څرګندونو نه وروسته دپاکستان دپوځ مشرانو اؤ حکومتي چارواکو هم خپلې غونډې کړي دي خو هغوئ دصدر ټرمپ په بیان خپل غبرګون په محتاط انداز ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي پاکستان دامریکا رویې مایوسه کړی دی.

په عین حال کې دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس ویلي واشنګټن به تر هغې اسلام اباد دفشارونو لاندې وساتي ترڅو یې دخپلې خاورې څخه دترهګرو ځالې له مینځه نه وي وړي .

امریکا اؤ افغانستان دتیرې یوې لسیزې راهسې دزیاتې مودې نه دپاکستان څخه غواړي چې پخپله خاوره دموجودو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه واخلي خو پاکستان پخپله خاوره دترهګرو ډلو موجودیت نه انکار کوي اؤ وایي ټولې ترهګرې ډلې یې له مینځه وړي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG