لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د مذهبي بندیزونو پر سر په نړیوال نوملړ کې شامل شو


د امريکې خارجه وزارت په یوې وروستۍ خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان نوم یې په هغه ځانګړي نوملړ کې اچولی، چې د مذهب د آزادۍ په اړه به يې د نزدې نه څارنه کيږي.

د امریکې خارجه وزارت دا فیصله د امریکې د نړیوالې مذهبي ازادۍ د کمېشن په وړاندیز کړې ده. دغه کمېشن ویلي، په پاکستان کې اقلیتونه ځورول کېږي او ریاست پر هغو لاقانونه وژنو غلی پاتې کېږي، چې خلک پکې د توندروه کسانو له خوا د مذهب د سپکاوي په تور وژل کېږي

د مذهبي ازادۍ کمېشن وړاندې هم په وار- وار دا اندېښنه څرګنده کړې، چې پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې خلک پکې مذهبي ازادي نه لري او مذهبي اقلیتونه پکې د خپلو عقیدو له کبله خپل ژوند خوندي نه ګڼي.

د پاکستان په ضد دا ګام په داسې حال کې پورته کړل شوی، چې څو ورځې وړاندې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ويلي، پاکستان د ترهګرو په ضد قوي ګامونه نه دي پورته کړي او په تېرو ۱۵ کلونو کې ورته امريکې ۳۳ اربه ډالر ورکړي، خو پاکستان په بدل کې هغه څه نه دي کړي، چې تمه ترې کېده.

د امريکې خارجه وزارت ۱۰ نور هېوادونه هم د مذهب د آزادۍ پر سر په دغه نوملړ کې اچولي، چې نړيواله ټولنه پکې د مذهب د آزادۍ په اړه اندېښنې لري.

دغه ۱۰ هېوادونه چين، شمالي کوريا، ايران، سعودي عرب، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، سوډان او برما دي، چې د مذهب د ازادۍ له نړيوال قانون سره سم به له نزدې ورته کتنه کېږي او دا پر دې به غور کېږي، چې د مذهب آزادي پکې څومره يقيني کېدی شي.

په پاکستان کې هم په ۲۰۱۱م کال کې په نننۍ ورځ د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثير خپل محافظ ممتاز قادري د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو. تاثیر د یوې عیسایي ښځې په ملاتړ- چې مذهب ته په سپکاوي تورنه وه- غوښتنه کوله، چې په دې قانون کې باید إصلاحات راوستل شي

د بشري حقونو څېړونکي وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تر لانجمن قانون لاندې اکثر مذهبي اقليتي ډلې او آزادفکره خلک ځورول کيږي او تر ډېره له دې قانون څخه ناسمه ګټه اخیستل کېږي. دوی په دې نظر دي، چې په دې قانون کې باید بدلون راوستل شي.

د پاکستان مرکزي پارلمان هم وخت په وخت د مذهبي د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو لپاره غږ پورته کړی، خو د سخت دریځو مذهبي ډلو د ټینګار له کبله په دې قانون کې لا هم کوم بدلون نه دی راوستل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG