لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان درېم واده چا سره کوي؟


عمران خان
عمران خان

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر پخواني کرکټر عمران خان د دوه ښځو طلاقولو وروستو بشریٰ مانيکا نومې ښځې ته د واده پېغام ورکړی دی.

تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) ويلي، عمران خان ـ بشریٰ مانيکا ته د واده ويلي خو مانيکا ترې د ځواب دپاره وخت غوښتی دی چې د خپلې کورنۍ او بچو سره صلاح وکړي.

د پاکستان (دې نيوز) ورځپاڼې د شنبې، خالي په ورځ خپور کړي يو راپور کې ويل شوي ؤ چې عمران خان د بشریٰ مانيکا سره د لمړۍ جنورۍ په شپه واده کړی ؤ.

د پي ټي ايي ګوند نن په خپل بيان کې د ورځپاڼې خبر ته افسوسناکه ويلي چې د عمران او يوې بلې کورنۍ د شخصي ژوند په اړه يې په قياس خبر خپور کړی دی.

په بيان کې زياته کړی شوې که مانيکا واده ته رضا شوه عمران خان به په خپله دغه اعلان وکړي، تر هغې پورې دې رسنۍ د دواړو کورنو خيال وساتي.

پاکستاني رسنۍ بشریٰ مانيکا د عمران خان د روحاني مرشدې په نوم يادوي چې د ۴۰کلنې مانيکا تعلق د وټو خاندان سره تعلق دی او د خاور فريد مانيکا نومې تن چې د کسټم د محکمې چارواکی ؤ د هغه سره يې لمړی واده کړی ؤ.

د عمران خان د واده په اړوند په ټولنيزو رسنيو بحث تود دی او د پاکستان په ټيلي ويژن هم دغه خبر ته زيات ځای ورکړی کيږي.

د وسيم عباسي په نوم تن په ټويټر ليکلي، (د عمران خان واده بده خبره نه ده دا شرعي کار دواړه دې خدای خوشحاله ساتي خو د واده په خبر ورکولو د خبريال سپکاوی کول بدې ردې پسې ويل اندېښمنه خبره ده).

​د قرات العېن په نوم ټويټر اکاؤنټ نه ويل شوي،

(د پاکستان تر ټولو غټه مسله څه ده؟ د امريکا ګواښ؟ نا، راتلونکي انتخابات؟ نا، د بلوچستان بحران؟ نا؟ د پاکستان تر ټولو غټه مسله دا ده چې عمران خان واده کله کوي؟ چا سره یې کوي؟ ولې يې کوي؟).

عمران خان په کال ۲۰۱۵م کې ريحام خان له طلاق ورکړی ؤ، د ريحام خان او عمران واده ۱۰ مياشتې وروستو مات شوی ؤ.

له دې وړاندې عمران خان د برتانيې د جمائما سره واده کړی او هغې ته يې هم طلاق ورکړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG