لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د داعش موجودګي غټه خطره ده، راپور


د پاکستان يوې غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ فار پيس سټډيز (پي ايي پي اېس) په خپل کاليز راپور کې ويلي که څه هم په کال ۲۰۱۷م کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، بېلتون خوښې ملت پاله وسله والې ډلې اوس هم خطره ده او د خطرې غټ علامت داعش ډله ده.

پي ايي پي اېس ويلي په کال ۲۰۱۷م کې د تېر کال په پرتله د ترهګرۍ پېښې ۱۶ فيصده کمې شوي دي، خو ټي ټي پي او دې سره اړوند ملت پاله ډلې په ځانګړي ډول بلوچستان لبرېشن ارمي او بلوچستان لبرېشن فرنټ اوس هم خطره ده.

خو ادارې په خپل راپور کې د خطرې غټ علامت، نخښه په بلوچستان او شمالي سندهـ صوبه کې د داعش موجودګي ګرځولې ده، کومې ډلې چې د غټو بريدونو زمه واري قبوله کړې ده.

پي ايي پي اېس ويلي د داعش د شتون ښکاره ثبوت شپږ خونړي بریدونه دي چې ۱۵۳ تنه پکې وژل شوي وو.

د پاکستان چارواکي وار په وار ادعا کوي چې په ملک کې داعش فعاليت نه لري.

غېر دولتي ادارې ويلي د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره جوړه قامي تګلاره (نېشنل اېکشن پلان) بيا کتنې ته اړتيا لري د کومې په اړوند چې دا لا واضحه نه ده چې عملي کول يې د چا زمه واري ده.

د پي ايي پي اېس د يکشنبې، اتوار په ورځ خپور کړي راپور د شمېرو ترمخه تېر کال په ملک کې د ترهګرۍ ۳۷ پېښې شوي چې ۸۱۵ تنه پکې وژل شوي او ۱۷۳۶ نور ژوبل شوي وو.

بلوچستان او د فاټا کرمه ايجنسي تېر کال تر ټولو حساسې علاقې پاتې شوي په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۲۸۸ او کرمه کې ۲۵۳ کسان وژل شوي وو.

ټي ټي پي او جماعت الاحرار او د دغو سره اړونده ډلو د ۵۸ بريدونو زمه وارۍ منلي، د ۳۷ فيصده بريدونو پړه ملت پاله بېلتون خوښو ډلو په غاړه اخستې او ۵ فيصده بریدونه فرقه ييزه ترهګرۍ کې شوي دي.

پي ايي پي ويلي غوره به دا وي که پارلیمان نه یواځې د نوؤ رښتياؤ له سببه د قامي تګلارې بيا د سر نه جاج واخلي بلکې د وسله والو تندلارو قامي چوکاټ ته راوستو کې کوم معيار هم وټاکي په کوم چې تېر کال بحث پېل شوی ؤ.

پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م پېښور کې په ارمي پبلک سکول د طالبانو د خونړي بريد وروستو جوړه کړې شوې وه، د ارمي پبلک سکول په بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان چې زياتره يې زده کوونکي وو وژل شوي وو.

خو په قامي تګلاره نيوکې کيږي چې د پوځي عملياتو پرته پکې د مدرسو په اصلاحاتو او لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو په اړوند کوم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي شوي.

ادارې په خپل راپور کې ويلي چې د ملي امنيت د پاليسۍ په اړوند يې د ملي امنيت د مشاور لېفټننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه او د ملي امنيت دپاره جوړې ادارې نېکټا د مرستيال احسان غني سره يې مرکې کړي دي.

خو د ادارې په راې کې د دواړو مرکو څخه دا نتيجه ترلاسه کېدی شي چې تراوسه پورې په حکومتي کچ دا ابهام موجود دی چې قامي تګلاره عملي کول د کومې حکومتې څانګې، شعبې زمه واري ده.

ادارې په خپل راپور کې ویلي په تېر کال کې نوې ننګونې، چېلنجونه هم مخې ته راغلي دي چې پکې په شخصي توګه په ترهګرۍ کې ککړتیا، په وړو وړو ډلو ترهګري کول او په تعليمي ادارو کې د تندروه عناصرو سېوا کېدل شامل دي.

راپور داعش ته تر ټولو غټه خطره ويلې چې په ملک کې يې د خپل شتون احساس ورکړی او د پاکستان او افغانستان پولې ته نزدې افغان سيمو کې وسله وال عمليات کړي دي.

پي ايي پي اېس په اسلام اباد کې غېر دولتي اداره تهنک ټېنک دی او دا په پاکستان او سيمه کې امنيت او شخړې څاري جاج يې اخلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG