لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لېنډ پاکستان ته په دوېمه سيالۍ کې هم ماتې ورکړه


د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمنځ د پينځه يو ورځنو لوبو په دوېمه سيالۍ کې نيوزي لېنډ پاکستان ته په اته وکټو ماتې ورکړه، پاکستان په لمړۍ سيالۍ کې هم ماتې خوړلې وه.

د نیوزي لېنډ په نېلسن ښار کې ترسره شوې دوېمې لوبې پچه، ټاس پاکستان ګټلی او په لمړي بېټنګ کې يې په نهه لوبغاړو سوځېدو ۲۴۶ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د نیوزي لېنډ په بېټنګ کې د باران له امله لوبه د ۵۰ په ځای ۲۵ اوورونو ته راکمه کړی شوې او هدف ۱۵۱ ته راکم کړی شو.

نيوزي لېنډ په دوه لوبغاړو سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه کړو او لوبه يې وګټله.

د پاکستان په بېټنګ کې يواځې درېو لوبغاړو ښه رنزونه جوړ کړی شو، محمدحفيظ ۶۰رنزونه، شاداب خان ۵۲ او حسن علي ۵۱ رنزونه جوړ کړه.

کپتان سرفرازاحمدپه ۳، امام الحق په ۲، اظهرعلي په ۶، فهيم اشرف په ۷ او بابراعظم په ۱۰ رنزونو اؤټ شوي دي.

د نیوزي لېنډ فرګوسن درې، اسټلی او سووتي دوه دوه پاکستاني لوبغاړي اؤټ کړي دي.

د نیوزي لېنډ پر ضد بالنګ کې محمدعامر او فهيم اشرف يو يو وکټ ترلاسه کړو.

پاکستان د پينځه يو ورځنو او درې ټي ـ ټيونټي (شل اووريزو) سياليو دپاره د نيوزي لېنډ په سفر دی.

درېمه يو ورځنۍ لوبه به په ۱۳م جنورۍ، څلورمه په ۱۶م او پينځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه به په ۱۹م جنورۍ کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ایکنا کنوینشن کې سږ کال له ۳۰،۰۰۰ هم ډیرو کسانو ګډون درلود
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG