لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې تر ټولو زيات امريکايي عسکر په ننګرهار کې وژل شوي


د امريکايي شمېرو ترمخه په تېر ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې د امريکا ۲۱ سرتیري د داعش او نورو وسله والو تندلارو ډلو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

په دغه شمېره کې تر ټولو زيات سرتيري د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سره په پوله پرتې صوبې ننګرهار کې وژل شوي چې شمېره يې اته ده.

افغانستان کې په يو ځای کې د امريکايي سرتېرود وژنو دغه شمېره د نورو سيمو څخه د وژنو تر ټولو سېوا شمېره ده.

په ننګرهار کې امريکايي سرتيري د داعش او طالب وسله والو سره په جګړه ييزو عملياتو، د سړک غاړې ماین چاؤدنو، د افغان ځواکونو په داخلي بریدونو او په نورو عملیاتو کې په تېروتنو کې وژل شوي دي.

امریکايي سرتېرو د تېرکال مارچ د میاشتې راهسې په ننګرهار کې د داعش او طالب تندلارو په ضد هوايي او په ځمکه د افغان ځواکونو سره په همکارۍ عملیات پېل کړي کوم چې تراوسه دوام لري.

د افغانستان ننګرهار هغه ولايت، صوبه ده چرته چې په نوي کال ۲۰۱۸م کې د امريکا لمړی سرتېری هم دغلته وژل شوی دی. د روان کال په لمړۍ ورځ د اچين په اولسوالۍ کې ۳۴ کلن امریکايي عسکر ميهان ګولن وژل شوی ؤ.

د امریکا د دفاع وزارت ويلي تېرکال ډېر امریکایي پوځیان په هلمند، کندهار او لوګر ولایتونو کې وژل شوي وو، د افغانستان دغه جنوبي ولایتونه د وسله والو طالبانو قوي مرکز بلل کیږي او له ۲۰۰۱ کال را وروسته دغلته په جګړو کې ۱۵۰۰ بهرني سرتيري وژل شوي دي.

په افغانستان کې په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د افغانستان ننګرهار صوبه د پاکستان سره په پوله پرته ده چرته چې د طالب وسله والو سره داعش هم په څو ضلعو، ولسواليو کې فعاليت لري.

د تېر کال اپرېل په مياشت کې امریکايي ځواکونو د ننګرهارپه اچين ولسوالۍ کې په داعش د امريکا تر ټولو غټ بم "د بمونو مور" کارولی ؤ.

امریکايي پوځي چارواکي وايي په ننګرهار کې ۳۰۰۰ داعشيان وو چې د عملياتو وروستو يې شمېره ډېره راکمه کړی شوې ده.

د افغانستان دپاره د امریکايي صدر ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې اعلانولو وروستو په دغه هېواد کې د ترهګرو په ضد عمليات نور پراخه کړی شوي او دغلته د امریکايي ځواکونو شمېره سېوا شوې او د افغان ځواکونو د روزنې او دوي سره د عملياتو دپاره دغلته ۱۴ زره امريکايي سرتيري موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG