لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان ماشومانې جينکۍ نوي سکولونه او استاذانې غواړي


د ترهګرۍ ځپلې قبایلي سيمې شمالي وزيرستان زدکوونکې ماشومانې جينکۍ غوښتنې کوي چې په علاقه کې وران شوي سکولونه دې بیرته ودان کړی شي هلته دې د استازانو حاضري يقيني کړي او اسانتياوې دې ورته برابرې کړی شي.

د ترهګرۍ ځپلې قبایلي سيمې شمالي وزيرستان زدکوونکې ماشومانې جينکۍ غوښتنې کوي چې په علاقه کې وران شوي سکولونه دې بیرته ودان کړی شي هلته دې د استازانو حاضري يقيني کړي او اسانتياوې دې ورته برابرې کړی شي.

د شمالي وزيرستان د ميران شاه او میرعلي سيمو نه د پرايمري، ابتدايي زدکړو ماشومانو جينکو ډيوه رېډيو ته خپل غږ د ټولنيزو رسنيو د لارې رسولی او دوي ته ورپېښې ستونزې يې ویلي دي.

د درېم ټولګي اسریٰ ويلي، " سکول ترې لرې دی تشنابونه او بجلي نه لري، کمرې پکې کمې اوبه پکې نشته او ټول سکول يې ړنګ دی".

فاطمه ويلي په څلورم ټولګي کې سبق وايي، " زمونږ د سبق سره ډېر شوق دی خو چې د بنو نه بيرته راستانه شو نو سکولونه ټول وران پراته دي او ماسټران نه راځي مونږ نوي سکولونه غواړو او چې ماسټران غېرحاضرۍ نه کوي".

نورو ماشومانو جينکو هم دغه ډول ګيلې او شکايتونه کړي چې سکولونه يې لرې، ودانۍ يې ورانې او استازاني يې سکولونو ته نه ورځي.

په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو څخه کډه شوي خلک چې زياتره بيرته خپلو علاقو ته ستانه شوي دي خو د دغو سيمو خلک او ماشومانې جينکۍ په خپله وايي چې سکولونه یې لا ويجاړ پراته دي او استازانې هم ټولې نه حاضريږي.

په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو په ضد د ضرب عضب په نوم عملیات کړي چې له امله يې د لاکونو په شمېره کې خلکو د سيمې څخه کډه شوي او اوس بيرته ستانه کړی شوي دي.

د شمالي وزيرستان د زدکړو ماشومانې او ځايي خلک وايي حکومت په سيمه کې د امن په ځای کولو اعاوې کوي خو په سيمه کې اوس هم وخت په وخت ګرز بندېزونه لګي د کوم له امله چې ماشومان هم د زدکړو څخه بې برخې کيږي.

د فاټا سيکرټرېټ د شمېرو ترمخه په قبايلي سیمو کې د تېرو څو کالونو په بدامنۍ کې نزدې ۱۴۰۰ سکولونه اغېزمن شوي چې پکې په بشپړ ډول تباه شوي او نيم ويجاړ شوي سکولونه شامل دي، راپورونه وايي په دغو سکولونو کې زياتره د جينکو سکولونه په هدف شوي دي.

د فاټا سيکرټريټ د تعليم د څانګې مرستيال ازادخان منلې "چې د نړیوالو ادارو د مرستو باوجود دوي سره دومره وسايل نشته چې ۱۴۰۰ سکولونه په يو ځاې کړو د وخت سره به دغه سکولونه جوړؤ او د ورانو سکولونو شمېره اوس يواځې ۴۰۰ ته راټيټه شوې ده".

نوموړي وويل په کال دوه کې دوي دومره وسايل نه لرل چې ټول سکولونه جوړ کړی شي.

د شمالي وزيرستان نه علاوه په نورو قبايلي سيمو کې هم د ترهګرۍ د لاسه ډېری سکولونه تباه شوي او په ټوله سيمه کې لا وران سکولونه بيرته نه دي ودان کړی شوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG