لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد نه د یو بل خبریال د تښتولو هڅه شنډه شوې


خبریال طلحه صدیقي
خبریال طلحه صدیقي

دپاکستان پایه تخت اسلام اباد څخه یو ځل بیا دیو خبریال د تښتول کیدو هڅه شنډه شوې ده ، دخبریالانو دحقونو دپاره کارکوونکي سازمانونه وایي پاکستان کې د رائیو په سرڅرګندونو دقدغنونو هڅې روانې دي.
د چهارشبنې په ورځ پلازمینې اسلام اباد نه هاغه مهال د طلحه صدیقي په نوم د یوې بهرنۍ خبري شبکې دخبریال دتښتولو هڅه وشوه کله چې هغه اسلام اباد اباد هوایي ډګر ته په یو ټیکسي موټر کې روان ؤ.
دچهارشنبې په ورځ خبریال طلحه صدیقي دخپل یو بل خبریال ملګري دټوئټر نه ټوئټ کړی چې هغه ټیکسي کې داسلام اباد هوایي ډګر ته روان ؤ چې په لاره کې د۱۰ نه نیولې تر۱۲ؤ وسله والو دهغه د تښتولو هڅه وکړه .

هغه دخپل دغه ټويټ په اخره کې دهیش ټیګ سره لیکلي چې "په زوره بې درکۍ بندې کړئ"

د جبري یا په زوره دبې درکیو اصطلاح په پاکستان کې زیاتره هاغو بې درکیو ته داشارې دپاره کارؤل کیږي چې څوک د پوځ یا استخباراتي شبکو لخوا پورته کیږي.
طلحه صدیقي څه موده وړاندې دپاکستان سترې محکمې ته یوه عریضه کړې وه چې پلټنیزه اداره ایفف ایي ای ورته ګواښونه کوي اؤ فشارونه پرې راوړي چې باید دهغوئ دفتر ته ورشي.
له دې وړاندې هم دپاکستان دپایه تخت په ګډون دګرد هیواد څخه دخبریالانو دتښتولو اؤ زورؤلو پیښې مخې ته راغلي دي.
تیرکال دنومبر په میاشت کې انټرنیشنل انډیکس فار پریس فریډم نومې سازمان خبریالانو دپاره دخطرناک ګرځول شوؤ ۱۸۰هیوادونو په قطار کې په ۱۳۹م نمبر ښودلی ؤ.
شمیرې ښایي چې د کال ۱۹۹۰ نه تر دې مهاله پاکستان کې ۱۱۵ خبریالان وژل شوي دي.
دخبریالانودتحفظ دپاره کارکوونکي تنظیمونه وایي چې په پاکستان کې نه یوازې تندروه وسله والې ډلې اؤ سیاسي ګوندونه خبریالان زورؤي بلکې استخباراتي شبکې یې هم په تښتولو اؤ زورؤلو کې لاس لري.
پاکستان کې دخبریالانو دحقونو یو مبارز ښاغلي اقبال خټک وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي چې پاکستان کې تراوسه هاغو خلکو ته سزاګانې نه دي ورکړل شوي چې خبریال، وژني ، تشدد پرې کوي یا ورته ګواښونه کوي همدغه وجه ده چې ورځ په ورځ دې هیواد کې په صحافیانو دتشدد لړۍ غځیږي.
هغه تور ولګولو چې پاکستان کې د رائیو په څرګندؤنو دقدغن هڅې روانې دي اؤ دلته نه یوازې خبریالان زورؤل کیږي بلکې هاغه خلک هم دفشارونو لاندې نیول کیږي چې د سوشل میډیا دلارې په ریاستي تګلارو نیوکې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG