لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا ته دسترې اؤ دپيښور دایالتي محکمې دواک غځولو مسوده پارلیمان منظور کړې ده


دسخت کړکیچ ، اختلافونو اؤ‌ پرله پسې احتجاج نه وروسته اخر هم دجمعې په ورځ دپاکستان قامي اسمبلۍ قبائیلي سیمو ته دپاکستان دسترې اؤ دپيښور دایالتي محکمې د واک غځولو قانوني مسوده منظور کړې ده.

دغه مسوده دجمعې په ورځ دپاکستان پیپلز ګوند غړي سید نوید قمر پارلیمان ته وړاندې کړې چې جمعیت علماء اسلام ګوند یې سخت مخالفت کړی خو بیا هم پارلیمان په ګډ ډول منظور کړې ده.

ددې څخه د مخه د سټینډینگ کميټۍ مشر بشير ورک د کمیټۍ رپورټ په پارلېمان کې وړاندې کړو. هغه په خپل رپورټ کې اوویل چې کميټي په دې صلاح شوه چې د اسلام اباد نا بلکې د پېښور ستر عدالت اختیار دې فاټا ته وغځول شي.

هرڅو که له دې وړوسته به دغه قانوني مسوده د سینیټ څخه هم منظورولی شي اؤ بیا به دیوقانون شکل اخلي خو دپاکستان سیاسي ګوندونو، دمدني ټولنې غړو اؤ قبائیلي مشرانو پارلیمان نه ددې قانوني مسودې منظوریدل یو ستر بریالیتوب ګرځولی دی.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي سترسکتر میا افتخار حسین وایي قبائیلي سیمو ته د سترې محکمې اؤ پيښور هائیکورټ د واک لمن غځیدل یو مهم پرمختګ دی .

هغه هیله ښودلې ده چې دا ګام به دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډیدو ته لاره هواره کړي.

قامي اسمبلۍ څخه دقانوني مسودې منظوریدلو په مهال د جمعیت علماء اسلام ګوند ښځینه غړې میرمن نعیمه کشور ددغه مسودې سخت مخالفت کړی اؤ ویلي یې دي چې دا دفاټا د راپورته شوې معاملې دچقولو یوه هڅه ده.

هغې قبائیلي سیمو ته د پيښور دایالتي محکمې دواک په غځولو نیوکه وکړه اؤ وئ ویل چې قبائیلي سیمې دمرکز دانتظام دلاندې دي نو که حکومت خامخا دغلته د هائیکورټ واک ټینګول غواړي پکار ده چې بیا یې داسلا اباد هائیکورټ لمن قبائیلي سیمو ته غځولی وی.

هغې دا پوښتنه هم راولاړه کړې چې قبائیلي سیمو کې دلاندې کچې محکمې نشته نو ایا هائیکورټ کې به دجرګو فیصلې اوریدل کیږي.

خو په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر سید خورشید شاه بیا ددغه مسودې پارلیمان نه منظوریدل یوه تاریخي ورځ بللې ده اؤ ویلي یې دي په نن ورځ د لکونو قبائیلو دزړه ارمان پوره شوی دی.

خبریالانو ته ښاغلي خورشید شاه ویلي چې قبائیل هم دپاکستان وګړي دي اؤ هم دومره حق لري لکه څومره چې یې دهیواد د نورو برخو وګړي لري..

په ټولنیزو رسنیو هم دمدني ټولنې غړو فاټا ته د سترې محکمې اؤ دپيښور دایالتي محکمې دواک دساحې غځولو په اړوند منظور شوې قانوني مسودې تود هرکلی کړی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG