لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فضل الرحمان:تر پینځوؤ کالو به حکومت پښتونخوا کې دفاټا ورګډؤلو نوم په خوله نه اخلي


دپاکستان دحکومت دائتلافي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي حکومت ورته باور ورکړی چې تر راتلونکو پینځوؤ کالو به د قبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو نوم په خوله وانه خلي.

خو دقبائیلي سیمو دپارلیمان غړي وایي چې څنګه دسپریم کورټ اؤ هائیکورټ د واک په هکله قانوني مسوده پارلیمان منظور کړې ده داسې به دفاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو مخه هم څوک ونه نیول شي.

تیره ورځ دپاکستان قامي اسمبلۍ دهیواد قبائیلي سیمو ته دپاکستان دعدالتي نظام د لمنې ورغځولو قانوني مسوده په یو اتفاق منظوره کړې وه.

سرچینې وایي دقامي اسمبلۍ څخه ددغه قانوني مسودې له منظوریدو وروسته دحکومتي ائتلافي سیاسي مشر مولانا فضل الرحمان په دې سخت قهریدلی ؤ اؤ حکومت ته یې دائتلاف نه د وتلو ګواښ کړی ؤ.

پاکستاني مطبوعاتو د خالي په ورځ ویلي چې د مولانا فضل الرحمان له مرورتیا وروسته د ریاستي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ دهغه دپخلا کولو په موخه دمولانا کور ته ورغلی اؤ ورته یې ډاډ ورکړی چې دفاټا په معامله به دهغه له خوښې پرته نور هیڅ پرمختګ نه کیږي.

مولانا فضل الرحمان مطبوعاتو ته ویلي د ریاستي چارو وزیر ورته باور ورکړی چې پارلیمان څخه دفاټا اصلاحاتو په ۲۵ؤ کې یوازې یوه نکته منظور کړل شوې ده اؤ نور به تر پینځوؤ کالو دفاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو نوم په خوله وانه خلي.

هغه وویل له پینځوؤ کالو وروسته به د ائین دد۲۴۷مې مادې لاندې د ټولو سیاسي ګوندونو په اتفاق د فاټا دسرنوشت په هکله پریکړه کولی شي.

مولانا فضل الرحمان داهم وویل چې حکومت ورته ویلي سینیټ څخه قبائیلي سیمو ته دسپریم کورټ اؤ پيښور هائیکورټ د واک غځولو دقانوني مسودې منظورؤلو نه وړاندې به دغه مسوده کې ددوئ سپارښتنې شاملولی شي.

هغه وویل په راتلونکو دوو ورځو کې به یې ګوند خپلې سپارښتنې حکومت ته وسپاري.

دهغه په وینا “مونږ قبائیلي سیمو ته دسپریم کورټ اؤ پيښور هائیکورټ د واک غځولو نه بلکې ددې دطریقې مخالف وؤ‌ اؤ اوس به ورځ دوه کې په دې هکله خپلې سپارښتنې حکومت ته ورکړو”

دجمعې په ورځ دپاکستان قامي اسمبلۍ نه فاټا ته دسپریم کورټ اؤ پيښور هائیکورټ د واک غځونې په هکله دقانوني مسودې منظوریدو نه وروسته دپاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو اؤ قبائیلي مشرانو ددې هرکلی کړی ؤ اؤ‌ ویلي یې وؤ چې اوس دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډیدلو ته لاره هواره شوې ده.

خو داچې اوس مولانا فضل الرحمان دعوه کړې چې پینځه کاله به حکومت دقبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو نوم په خوله نه اخلي خو دباجوړ نه دقامي اسمبلۍ حکومتي غړي شهاب الدین خان وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې څنګه سپریم کورټ اؤ هائیکورټ فاټا ته دغځولو په هکله قانوني مسوده د پارلیمان نه منظور شوه داسې به دفاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډیدلو مخه هم هیڅوک ونه نیول شي.

هغه وویل قبائیلي اولس دخپلې خوښې خاوند دی اؤ هیڅوک نه شي کولی دهغوئ دخوښې په ضد پرې دخپلې خوښې نظام وتپي.

شهاب الدین خان زیاته کړې ده چې قبائیلو دایف سي ار تور قانون نه غوښتو اؤ دې دپاره یې چې کومه مبارزه وکړه هغه کامیابه شوه اوس چې دوئ غواړي دخیبرپښتونخوا صوبې برخه شي نو دا بریالیتوب به یې هم په برخه کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG