لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تبلیغ ته د تګ وروسته د فلمي ستوري نعمت سرحدي ډیوه راډیو سره لمړۍ مرکه


نعمت سرحدي
نعمت سرحدي

دنعمت سرحدي نوم به تاسو ټولو اوریدلی وي، په تیرو وختونو کې دپښتو فلمونو یو وتلی ستوری پاتې شوی اؤ خواوشا 600ؤ پښتو فلمونو کې یې کار کړی.

خو دهغه د ژوند دحالاتو نه ډیر لږ خبر دي اؤ ددې وجه داده چې نعمت سرحدي پخپل اوږد فني ژوند کې دمیډیا نه ځان په ډډه ساتلی اؤ د یو ګوشه نشین شخصیت په توګه یې ژوند کولو ته ترجیح ورکړې وه.

اګر چې نعمت سرحدي دکال ۲۰۱۱م څخه فلمي نړۍ ته په مخه ښه ویلي اؤ د تبلیغ په لاره کې خپل پاتې ژوند تیروي خو کله چې هغه دشهرت په منارو ولاړ ؤ نو هم نه یې چرته دځان سره موبائیل فون ساتلی، نه په ټي وي اؤ ریډیو مرکو اؤ پروګرامونو ته تیاریدلو اؤ نه عامو شخصي محفلونو کې شریکیدو.

نعمت سرحدي د فلمي‌ ستورو اصف خان اؤ ارباز خان سره
نعمت سرحدي د فلمي‌ ستورو اصف خان اؤ ارباز خان سره

​بس په لاهور کې به دخپل کور په یو ګوټ کې دخپل ملنګي بوټي لوخړو ته پروت ؤ اؤ چې دفلم دشوټنګ وخت به یې شو نو کلیمه به یې درسته کړه اؤ د کیمرې مخې ته به ورغلو.

هغه دبدرمنیر سره یو ځایې په کال ۱۹۷۰ء کې په لمړي ځل دپښتو لمړي فلم یوسف خان شیربانو کې د سینیما په پرده راښکاره شوی ؤ.

اؤ بیا چې تر څو په پښتو فلم دبدرمنیر بادشاهي وه نو تر هغې ورسره نعمت سرحدي هم څنګ په څنګ مقبول پاتې شوی دی.

خو دخپل ډیر مقبولیت باوجود د نعمت سرحدي ژوند د سادګۍ نه ډک ؤ ، کله چې به څوک فلم سټوډیو ته په چکر ورغلو اؤ نعمت سرحدي به یې مخامخ ولیدو نو باور به یې هم نه کیدلو چې دا هغه لویې ایکټر نعمت سرحدي دي.

نعمت سرحدي
نعمت سرحدي

شلیدلې چپلې په پښو، ببر سر، په ګوتو لکه دملنګانو ډیرې ګوتمې اؤ دملنګي بوټي په خمار هر وخت سرې سترګې دنعمت سرحدي پیژندګلو وه.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې نعمت سرحدي وویل د ماشومتوب نه یې دفلمونو اؤ ایکټینګ شوق لرلو اؤ ددغه شوق دلاسه ترې تعلیم هم پاتې اؤ نالوستی لویې شو.

دیوسف خان شیربانو نه چې څنګه بدرمنیر د هیرو اؤ نعمت سرحدي د ولن په رول کې مخې ته راغلي وؤ تر اخره دواړه همدغسې دهیرو اؤ ولن په توګه فلم انډسټرۍ کې فعاله پاتې شول خو بدرمنیر په کال ۲۰۰۸ م کې د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو اؤ نعمت سرحدي په وروستیو کلونو کې د دیني تبلیغ کار ته ملا وتړله اؤ فلمي نړۍ سره یې دهمیش همیش دپاره مخه ښه وکړه.

هغه وایي یوسف خان شیربانو فلم کې د هغه راتګ هم اتفاقي ؤ، وایي “سټوډیو کې ولاړ وم ، دغه فلم جوړیدو ، دعلي حیدر جوشي سترګې راباندې خوږې شوې اؤ فلم کې یې واخستم اؤ بس دغسې دا سفر روان شو”

نعمت سرحدي په کال ۱۹۴۳م کې د پيښور په بالا ماڼۍ سیمه کې د رحمت خان په کور کې زیږیدلی اؤ خپل ټول دماشوم ژوند یې هم دبالا ماڼۍ په لارو کوڅو کې تیر کړی دی.

نعمت سرحدي چې دا مهال دپنجاب ایالت په سر ښار لاهور کې میشته دی ، دوه ودونه یې کړي دي چې کشره ښځه یې د بدرمنیر مرحوم خورزه ده ، وایي دهغه په اولاد کې هیڅوک هم دفلم شوق نه لري اؤ نه غواړي چې فلمونو کې کار وکړي.

هغه په خپل ۴۵کلن فني ژوند کې ځان ټول عمر نه یوازې دمیډیا نه په ډډه ساتلی بلکې په سټیج پروګرامونو اؤ عامو شخصي محفلونو کې یې هم په وسه سره برخه نه ده اخستې.

دخپل ګوشه نشینۍ ددغه ژوند په هکله نعمت سرحدي ډیوه ویب پاڼې ته وویل” دهرچا خپل نظر وي خو زما میډیا اؤ عام پروګرامونه ځکه نه وي‌ خوښ چې دا دیو فنکار قد وړوکی کوي ، غر دلرې نه غر ښکاري ، چې نزدې ورشې بیا هسې اوچ کاڼي وي”

هغه وویل "زه یو فنکار وم ، خلکو به په سکرین لیدم اؤ‌زما متعلق به یې خپل یو ذهن جوړ کړی ؤ‌ که چرې زه په لارو کوڅو اؤ سټیجونو ودریدلم اؤ ډائیلاګونه مې ویل نو بیا خو به رانه خلک راتاویدل اؤ په یو فنکار اؤ‌مداري کې به فرق له ختمیدو"

نعمت سرحدي وایي د هرشي یو انجام وي ، هغه چې فلمونو کې څومره کار کولو وئ کړو اؤ اوس باقي غواړي چې دالله راضي کولو اؤ دخپلو ګناهونو دمعافۍ غوښتو دپاره نور وخت دتبلیغ په لاره کې تیر کړي

“اوس مې بس ټول مصروفیات تر کوره اؤ جوماته محدود پاتې شوي‌ دي ،‌بس دی کنه یار تر کومې به فلم پسې نښتي وؤ ،‌ اوس ددې لارې نه خوند اخلم”

دنعمت سرحدي خو هسې زیات فلمونه مشهور شوي دي خو یوسف خان شیربانو، ادم خان درخانۍ، اوربل، خانه بدوش، زخمونه، ټوپک زما قانون،جوارګر، عجب خان اپریدی، زندان، ګڼکپ وغیره یې هاغه لازواله فلمونه دي چې ټول عمر به نعمت سرحدي ژوندی ساتي.

هرڅو که نعمت سرحدي یو لوستی بنده نه دی خو په فلمونو کې دهغه خپل کردار په دومره ښه طریقه لوبولی چې ثاني یې نه لیدل کیږي.

اؤ دپښتو فلمونو کتونکي اؤ ایکټران ټول په دې نظر دي چې دنعمت سرحدي‌ په څیر فنکاران په پیړیو کې چرته یو نیم پیدا کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG