لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د پوځي مشر بيان ته د پاکستان غبرګون


د پاکستان پوځ د هند د پوځي مشر هغه بيان ته غېر زمه واري ويلي چې پکې نوموړي ويلي ؤ که د نوي ډهلي انتظاميه ورته حکم ورکړي نو څه وخت هم په پوله ور اوړېدی شي او پاکستان ته سبق ورزدکولی شي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور ويلي "د هند د پوځي مشر بيان غېر زمه وار دی، د پوځي مشر چوکۍ د فور سټار (څلور ستوري) افسر وي مونږ ګڼو چې دا يو زمه واره ټاکنه وي او دغه ډول غېر زمه واره بيان مهمو مقاماتو، چارواکو سره ښه نه ښايي".

اصف غفور ويلي هند په پاکستان کې په ریاستي ترګرۍ کولو کې پاتې راغلی او هند د پاکستان امتحان اخلي ازماينه دې وکړي نتيجه به يې په خپله وويني.

د هندي رسنیو د راپور ترمخه د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت ويلي ؤ که د نوي ډهلي انتظاميه ورته حکم ورکړي نو دوي څه وخت هم په پوله ور اوړېدی شي پاکستان ته سبق ورزدکولی شي او د ايټمي دړکو ځواب ته يې تيار دي.

هغه ويلي هند د ګاونډي چين سره هم ډېر زر هاټ لائن ( تنده اړيکه) قايموي کوم به چې د شخړو په اوارولو کې مرستندويه وګرځي.

د پاکستان د پوځ ویاند ويلي د دواړو ايټمي ملکونو ترمنځ د جګړې هيڅ احتمال نشته هند دې پاکستان وازمايي او په کومه خوشبينۍ کې دې نه پرېووځي د پاکستان پوځ به هر ډول هندي بريد ته ځواب وايي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف ویلي د هند د پوځي مشر بيان غېر زمه واره دی، اوزياته کړې يې ده پاکستان خپلې ساتنې ته هر وخت تيار دی.

پاکستان او هند د کشمير په وېشونکې پوله او ورکنګ باؤنډرې باندې مدام په يو بل تورونه لګوي چې د اوربند سرغړونه کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لسيزو راهسې اړیکې ترينګلې پاتې او روانې دي.

دواړه يو بل غليم بلي، هند په پاکستان تور لګوي چې د کال ۲۰۰۸م د ممبۍ په بريدونو کې ککړ تندلاري په خپله خاوره ساتي او پاکستان وايي د هند استخباراتي اداره (را) په پاکستان کې ترهګري کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG