لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې د ترهګرۍ په شا داعش نا، حقاني شبکه ده


د افغانستان د دفاع چارواکو وايس اف امريکا (وي او ای) ته ويلي په هېواد کې په وروستيو کې د تشدد او ترهګرۍ د پېښو په شا پاکستان مېشته حقاني شبکه لاس لري دا د تندروه ډلې داعش کار نه دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنېش وي او ای سره په خبرو کې ويلي امریکا ترهګره ګرځولې ډله حقاني شبکه د داعش ترهګرې ډلې په نوم بریدونه کوي.

رادمنېش ويلي، "زمونږ د استخباراتو د مالوماتو په اساس (داعش) په کابل او چار چاپېره علاقو کې د بريد توان نه لري، د بده مرغه سيمه ييزه استخباراتي ادارې هڅه کوي چې داعش د زورورې ډلې په نوم وړاندې کړي خو دا په ډاګه ده چې حقاني شبکه د داعش په نوم ترهګر بريدونه کوي".

هغه د دې خبرې نه انکار هم نه دی کړی چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري خو ويلي يې دي دغه ډله امريکايي او افغان ځواکونو ځپلې ده.

" افغان ځواکونو په څو ولايتونو، صوبو کې د داعش په ضد عمليات کړي او په ننګرهار کې چې د داعش قوي مرکز وو غټ زاني زيان يې ورته اړولی دی".

جنرال رادمنېش د کوم هېواد د نوم اخستو پرته تور لګولی چې د سيمه ييزه هېوادونو استخباراتي ادارې په افغانستان کې داعش د يو قوت په توګه وړاندې کوي، هغه ويلي په افغانستان کې د موجوده داعش د عراق او شام د داعش ډلې سره تړاؤ نشته.

خو څيړونکي په دغه اړوند بدل نظر لري، څیړونکي وايي په افغانستان کې حقاني شبکه او داعش دواړه په ترهګرۍ کې لاس لري.

افغانستان کې په وروستيو کې داعش د کابل ترڅنګ د ملک په بېلابيلو برخو کې د يو شمېر وژونکو بریدونو زمه وارۍ منلې دي.

داعش نه يواځې په کال ۲۰۱۷م بلکې په ۲۰۱۵م او ۱۶ کال کې هم په دغه هېواد کې د ترهګرو بريدونو زمه وارۍ قبولې کړي دي.

د تېر دسمبر په میاشت کې داعش په کابل کې د شيعه مسلمانانو په يوفرهنګي مرکز د برید زمه واري منلې چې پکې د ۴۰ نه زيات کسان وژل شوي او د ۹۰ نه سېوا نور ژوبل شوي وو.

د روانې میاشتې په سر کې داعش په کابل کې د افغان ځواکونو په کاروان د بريد زمه واري منلې چې پکې ۱۵ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي وو.

جنرال رادمنېش ويلي دوي ګڼي چې په افغانستان کې د تشدد د پېښو سېوا کېدل په پاکستان کې دينې مدرسې دي.

هغه ويلي، "په افغانستان کې د د زرګونو په شمېره کې د ترهګرو د وژل کېدو باوجود د ترهګرۍ د شتون علت د ډېورنډې پورې غاړې (پاکستان) کې دينې مدرسې دي چې ترهګر پېدا کوي".

هغه تور لګولی پاکستان کې د اټکل ترمخه لس زره دينې مدرسې شتون لري چې ځينې پکې په افغانستان کې د جهاد په نوم روزنه هم ورکوي.

افغانستان او امريکا د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې او اړونده ډلو ترهګر ساتلي دي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د روان کال په لمړۍ ورځ د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي، پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې تل دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګرساتلي دي.

د ټرمپ د ټويټ وروستو په پاکستان د امريکايي چارواکو نيوکو زور اخستی اوپاکستان ته دوه مخی وايي او واشنګټن د اسلام اباد پوځي مرستې هم ځنډولې دي.

پاکستان وايي امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تور په پاکستان لګوي او د پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړوي.

XS
SM
MD
LG