د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو ويلي د بېنکونو د ای ټي اېم مشينانو څخه په درغلۍ د روپو په ويستو کې ککړ څلور چينايي وګړي يې نيولي دي.
د کراچۍ ښار د کلفټن سيمې د پوليس مشر اېس پ اسدملهي ويلي څلور مشکوک چينايي وګړي د ښار د دوه مختلفو علاقو څخه نيول شوي او د دوي د ولقې نه د دوه نيم ملينو نه زیاتې روپۍ او ۳۵۰ ای ټي اېم کارډونه ترلاسه شوي دي.
پوليس افسر ويلي درې چينايي وګړي د خالي په شپه په ډيفنس کې او يو بل د اتوار، يکشنبې په ورځ په بهادراباد علاقه کې نيول شوی دی.
د چارواکو په وېنا په تېره يوه اوونۍ کې شپږ چينايي وګړي د بېنک د ای ټي اېم مشينانو څخه د روپو د ويستلو په تورکې ونيول شو.
پولیس ويلي چينايي وګړي يوه منظمه ډله لري چې د بېنکونو د مشينانو څخه روپۍ په يوه خاص طريقه اوباسي.
ويل شوي چينايي وګړي د ای ټي اېم مشين د روپو راويستو په ځای د پاسه بل کور لګوي، د ګوتو نخښې مالوموي او يو خاص ډول ماسټر کارډ کاروي او په دغه طريقه روپۍ رااوباسي.
نيول شوي چينايي وګړي د پلټنو دپاره مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ته سپارل شوي دي. دوه چينايان له دې وړاندې نيول شوي وو.
تېره میاشت د پاکستان يو شخصي بېنک (حبيب بېنک) ويلي ؤ چې د ای ټي اېم مشينانو څخه يې د ۵۵۹ اکاؤنټونو نه په درغلۍ د يو کروړ نه زیاتې روپۍ ويستل شوي دي.
بېنک ويلي ؤ چې انډونیشيا، چين او نورو ملکونو ته روپۍ لېږل نيول شوي دي.
پاکستان ته په وروستيو کې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې ډېری چينايي وګړي راغلي او د چينايي وګړو په جرمونو کې د ککړتيا پېښې سېوا شوي دي.
د ځايي مطبوعاتي راپورونو ترمخه چينايي وګړي په جنګونو، جګړو او درغلیو کولو کې ککړ دي.
رويټرز خبري ادارې د تېر اګست په میاشت کې خبر ورکړی ؤ چې د سي پېک پروژه کې د زرګونو په شمېره کې چينايي وګړي پاکستان ته راروان دي، په دوي کې ځېنې رېسټورانټې او د چينايي ژبې د زدکړو سکولونه خلاصوي او ځينې بيا کاروبارونه روانوي.
د چينايي وګړو په جرمونو کې د ککړتيا په ترڅ کې تېره مياشت د پنجاب حکومت د چينايي سفارتکارو سره ليدلي او په دې خبره صلاح شوي وو که کوم چينايي وګړی په جرم کې ونيول شو د ځايي قانون ترمخه به ورسره چلند کيږي.
د پنجاب د کورنو چارو وزارت چارواکو د چين د قونصل جنرال سره ليدلي او په دغه اړوند يې ورسره خبرې اترې شوې وې.
چارواکو ويلي په چينايي وګړو کې ځينې د نشې په حالت کې جرمونه کوي، او ويل شوي وو چې نه يواځې چینايي بلکې ټول بهرني وګړي چې جرمونه کوي ټولو سره به يو شان د قانون ترمخه چلند کيږي.