لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين پېل شوی


د پاکستان قبايلي سيمو اوخېبر پښتونخوا په ګډون د کراچۍ نه علاوه په نور ټول ملک کې نن د دوشنبې، ګل په ورځ د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين شوی دی.

د پاکستان په قبايلي سيمو او خېبرپښتونخوا کې چې به په تېر څو کاله موده کې پرله پسې د ملک تر ټولو زيات د پوليو کېسونه رپوټ کېده په تېر ۲۰۱۷م کال کې تر ټولو کم پېښې هم په دغو سیمو کې ثبت شوي دی.

پاکستان کې تېر کال د پوليو اته پېښې ثبت شوې خو په فاټا کې په تېرو ۱۷ مياشتو کې يوه پېښه نه ده رپوټ شوې، خېبرپښتونخوا کې يوه، بلوچستان کې درې، سندهـ کې دوه او پنجاب او ګلګت بلتستان کې يوه يوه پېښه ثبت شوې وه.

د قبايلي سيمو د پوليو کمپاين يو چارواکي ډاکټر الياس ډيوه رېډيو سره په خبرو کې وويل په" درې ورځني کېمپاين کې به د لسو لاکو نه زياتو ماشومانو ته قطرې ورکوو مونږ هر ماشوم ته ځان رسوو چې قطرې ورکړو د والدينو رويه هم اوس ښه شوې ده د پاکستان نورو برخو په نسبت فاټا کې د انکاري والدينو شمېر ډير کم دی".

په فاټا کې د پوليو د زياتو پېښو رامنځته کېدو علت به هم دغه يادېدو چې په سیمه کې د بدامنۍ له امله ټولو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نه رسؤل کیږي او بل دا چې مور پلار خپله هم ماشومانو ته څاڅکي نه ورکوي.

هم دغه رنګ د خېبر پښتونخوا د پوليو محمکمې چارواکي وايي چې درې ورځني کمپاين کې به ۵.۶۸ ملينه د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.

د پوليو ايمرجنسي اپريشن مرکز لخوا جاري شوي خبر پاڼه کې ويلي شوي چې د ۷۵ افغان مهاجرينو او قبايلي سيمو بې کوره شوو خلکو مرکزونوکې هم د پوليو ضد څاڅکو ورکولو تابیا شوې ده.

د خبر پاڼې ترمخه په ۲۰۱۸م کال کې به د پوليو رنځ ختمولو لپاره په سيمه کې په جنګي بنيادونو کار کولی شي.

پاکستان کې د پوليو خاتمې د پروګرام رابطه کار رانا محمد صفدر رسنیو سره په خبرو کې ويلي په ملک کې د نن څخه پېل کړی شوي درې ورځني کمپاين کې به د پينځه کالو نه کم ۳۸.۱۳ ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي او په کراچۍ کې به د روانې مياشتې د ۲۲م نېټې نه کمپاين پېل کيږي.

نوموړي ويلي دا وخت د دوي خصوصي پام د ملک په دوه ځايونو کراچۍ او د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله ضلع باندې دی.

هغه ويلي روان کال په ملک کې د پوليو دا لمړی کمپاين دی او په راتلونکو څلورو مياشتو کې به بل کمپاين کولی شي چې په بشپړ ډول د ملک نه د پوليو رنځ ختم کړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG