لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې ځانمرګي‌ بریدونه حرام ،خو په افغانستان کې ؟


په پاکستان کې د۱۸۰۰ؤ څخه زیاتو دیني عالمانو فتوه ورکړې ده چې په دغه هیواد کې ځانمرګي بریدونه حرام دي اؤ څوک چې دغلته دجهاد په نوم ځانمرګي بریدونه کوي، هغوئ داسلام له رویه باغیان دي چې ریاست یې په ضد د ګامونو اخستو حق لري.

دپاکستان صدر ممنون حسین اؤ دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي چې دترهګرۍ په ضد دغه فتوه باندې دعمل کولو دلارې به د تندلاریتوب په فیتنه قابو وموندل شي.

په افغانستان کې دمدني ټولنې فعالان وایي پاکستاني دیني عالمان مدام خپله خاوره کې دمذهب په نوم ترهګري حرامه ګڼي خو په افغانستان کې بیا دځانمرګي بریدونو اؤ ورانکارۍ دپاره خپلو مدرسو کې طالبانو ته تربیت ورکوي.

دپاکستاني عالمانو دغه فتوه چې د”پیغام پاکستان” په نوم مخې ته راغلې د سه شنبې په ورځ یې دپاکستان دصدر په ماڼۍ کې مخکتنه شوې ده

دمخکتنې دغه دستورې ته پخپله وینا کې دهیواد صدر ممنون حسین ویلي دې فتوې ته د ریاستي ادارو ملاتړ ترلاسه دی اؤ دتندلاریتوب په ضد فکري یووالی دپاکستان په ګټه دی.

هغه وویل دبیلابیل فکر لرونکو دیني عالمانو لخوا ددې فتوې مخې ته راتګ ښایي چې پاکستان یو اسلامي ریاست دی اؤ اسلام د امن، محبت اؤ روادارۍ پیغام ورکوي.

دغه دستورې ته دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم وینا کړې ده اؤ ویلي یې دي دترهګرۍ په ضد دغه فتوه دقام په توګه مونږ دیووالي لوري ته بوځي .

هغه وویل “ مونږ په دې سیمه کې د یوې اوږدې مودې راهسې په شخړو کې نښتي یو اؤ نن چې دکومو حالاتو سره نه تیریږو دا ټول په ټوله مونږ نه دي پیدا کړی بلکې تر شا یې د نړیوالو طاقتونو لاس دی”

دکورنیو چارو وزیر امریکا ته په اشارې کولو سره وویل “دا هاغه طاقتونه دي چې مونږ سره یې په ګډه د شوروي اتحاد پّه ضد جګړه کړې وه خو کله چې شوروي اتحاد افغانستان کې ماتې وخوړه نو هغوئ خپل د وسلو ډیري‌ جنګیالو ته پریښودل اؤ پخپله دخیر په غونډې کښیناستل”

خو دافغانستان یو مدني فعال اؤ وتلي دانشور ښاغلي نجیب الله کاکړ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دتاسف ځایې دي چې پاکستان تل په خوله افغانستان خپل ورور ګاوندي هیواد یاد کړی دی خو په عمل کې یې افغانستان مدام د اور لمبو ته دیکه کړی اؤ ځان دپاره یې دیخ سیوري انتخاب کړی.

هغه وویل نن هم دپاکستان دننه دیني مدرسو نه هرکال په لکونو طالبان فارغیږي اؤ دغو طالبانو له هم داسې ذهن سازي کیږي چې تاسو افغانستان کې په جهاد کولو جنت ګټلی شئ.

“خو کله چې دغه جنت ځانمرګی پاکستان کې په ځان مرګي برید ګټي نو دپاکستان دیني عالمان چې په اصل کې د استخباراتي شبکو نوکران دي چغې جوړې کړي چې دلته ترهګري حرامه ده، یعني په کابل کې که دمسلمان وینه توئیږي ، هغه جواز لري خو که په اسلام اباد کې توئیږي نو دا حرامه ؟”

هغه وویل نور پاکستان په دغسې دوه مخي سیاست خپل ځان نه شي خوندي‌کولی بلکې دخوندي کیدلو یوازینۍ لاره یې داده چې دترهګرو نه ځان رابیل اؤ دمهذبې نړۍ په قطار کې ودریږي

XS
SM
MD
LG