لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب الله پرضد هيڅ قسمه مقدمه نشته، پولیس


نقيب الله محسود

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب الله محسود د وژنې پلټونکې کمېټۍ پوليس چارواکو ویلي په "يوه پوليس تهاڼه کې ورته د نقيب الله پرضدد جرم په کومه مقدمه کې د ککړتيا رپورټ په لاس نه دی ورغلی".

ډي ايي جي سلطان علي خواجه د ډي ايي جي ازاد خان سره په ګډه د اتوار او ګل په منځنۍ شپه ناوخته خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، "مونږ ته د تهاڼو د ريکارډ نه داسې هيڅ نه دي ترلاسه شوي چې هغه په کوم کېس کې ککړ وي".

هغوي وويل د نقيب الله محسود په وژنه تورن د مليرضلعې د پوليس مشري کوونکی اېس اېس پي "راؤ انوار ورسره پلټنو کې مرسته نه کوي".

دوي زياته کړه د يکشنبې، اتوار په ورځ يې څو ځله راؤانوار سره د تماس هڅه وکړه خو د هغه موبايل نمبر بند دی.

پلټنې کوونکو چارواکو وويل دوي راؤانوار ته موقع ورکړې چې هغه ځان په دغه مقابله کې بې ګناه ثابت کړي خو هغه د کمېټۍ سره مرسته نه کوي او تراوسه په دې کې پاتې راغلی چې نقيب الله محسود ترهګر ثابت کړي.

خو بل لور ته راؤ انوار د پوليس په درې کسيزه کمېټۍ نيوکې کوي چې د هغه پرضد سازش کوي او زياته کړې يې ده د کمېټۍ په وړاندې نه حاضريږي.

خو د لوړ پوړو پولیس کمېټۍ مشري چې د سي ټي ډي پوليس مشر ډي ايي جي ثناالله عباسي کوي وايي دوي د سترې محکمې او پوليس مشر حکم پوره کوي چې د دغه تورنې جعلي مقابلې اصليت په ډاګه کړي دوي دا هم وويل چې راؤ انوار که دوي ته نه مخامخ کيږي ايي جي پوليس يا د بشري حقونو دولتي کمېشن ته دې حاضر شي.

د کراچۍ د پوليس وياند عادل رشيد ډيوه رېډيو ته ويلي، "د نقيب محسود د کورنۍ د دريځ په ترڅ کې به د راؤ انوار په ضد کارروايي کيږي چې د نقيب کورنۍ د پوليس افسر په ضد کوم ډول مقدمه درج کوي".

هغه وويل ځکه راؤ انوار او هغه سره نور شريک پوليس تراوسه نيول شوي نه دي معطل کړی شوي دي.

د نوموړي په وېنا د نقيب کورنۍ پسې خبر شوی او هغوي کراچۍ ته په لار دي چې راشي د هغې وروستو به نوره کارروايي کولی شي.

راؤ انوار او د هغه په پوليس پارټۍ باندې تور دی چې په ۱۳م جنورۍ يې د ملير ضلعې په شاه لطيف ټاؤن علاقه کې يوه جعلي مقابله کې نقيب سره د درېو نورو کسانو وژلی ؤ، انوار د مقابلې په وخت ويلي ؤ مقابله کې يې ترهګر وژلي دي.

خو د نقيب کورنۍ دغه ټول تورونه ردوي او وايي هغه په کراچۍ کې خواري مزدوري کوله.

د راؤ انوار په ضد په ټولنيزو رسنيو او احتجاجي مظاهرو وروستو د سندهـ صوبايي حکومت او سترې محکمې د دغه مقابلې نوټس اخستی او بې طرفه پلټنو حکم يې کړی ؤ.

د پلټنيزې کمېټۍ د لمړي رپوټ د سپارښتنو په رڼا کې راؤ انوار د مليرضلعې د پوليس د مشرۍ څخه لرې کړی شوی اود هغه ترڅنګ په دغه مقابله کې شريک ټول پوليس معطل کړی شوي دي.

کمېټۍ د راؤ انوار او هغه سره شريکو پوليسو نومونو په اي سي اېل (اېګزټ کنټرول لسټ) کې اچولو سپارښتنه هم کړې ده چې د ملک څخه بهر لاړ نشي.

د راؤ انوار او هغه سره د نورو پوليسو نه پوښتنې روانې دي او محکمانه کارروايي کيږي خو دهغه په ضد لا مقدمه نه ده درج کړی شوې.

انوار اول تور لګولی ؤ چې هغه په شاه لطيف سيمه کې په مقابله کې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره تعلق لرونکي ترهګر وژلي اود هغې وروستو یې بيا دا ادعا هم کړې چې نقيب الله د تاوان دپاره تښتوونو او ترهګرۍ په پېښو کې ککړ ؤ.

پلټنيزې کمېټۍ تېره شپه ويلي دا هغه نقيب الله نه دی چې تورونه پرې لګول شوي دي.

د اتوار په ورځ ځايي رسنيو د انوار له قوله ويلي "هغه نه خو په خپله نقيب الله نيولی او نه يې په مقابله کې وژلی دی، هغه دا هم ويلي چې تل يې د مقابلو وروستو د رسنيو سره خبرې کړي ځکه چې نور پوليس بچ کړي او خطره يې په خپل سر اخستې".

په پوليس افسر راؤ انوار له دې وړاندې هم د لسګونو جعلي مقابلې تورونه لګيدلي او ځايي رسنۍ هغه د مقابلو ماهر (اېنکاؤنټر سپېشلسټ) په نوم هم يادوي.

خو د نقيب محسود د وژنې وروستو غوښتې کيږي چې د راؤ انوار سره دې زوړ ټول حساب وکړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG