لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب محسود په وژنه تورن پولیس افسر پټ، د نقيب پلار کراچۍ ته رسېدلی


دنقیب په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انور
دنقیب په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انور

په کراچۍ کې د ۲۷ کلن ځوان نقيب الله محسود په وژنه تورن معطل کړی شوی پوليس افسر راؤ انوار سره د نورو پوليسو د اتوار د ورځې راهسې پټ دی.

راؤ انوار او هغه سره په مقابله کې شامل پوليس د اتوار په شپه، بيا د دوشنبې، ګل په ورځ د پولیس لوړ پوړو افسرانو په وړاندې او هغه کمېټۍ ته نه دي حاضر شوي چې څوک د دغه مقابله پلټنې کوي.

د دوشنبې په ماسپښين پولیس افسر عابدقايمخاني چې هغه هم د پوليس مقابلې پلټنې کوي مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل " د هغه (راؤانوار) سره زمونږ هيڅ تماس نه دی شوی او د هغو په کورونو مونږ نوټسې لګولي دي او په هغوي کې څوک هم په خپلو کورونو کې موجود نه وو".

پوليس افسر وويل دوي د راؤ انوار او نورو پوليس افسرانو په ضد قانوني او محکمه جاتي کارروايي کوي. هغه وويل دغه پلټنې به طرفه کولی شي او هیڅ قسمه فشار به پکې نه شي قبلولی.

قايمخاني وويل " دوي د راؤ انوار او نورو د نيولو حق هم لري خو اول يې خبرداری، نوټس ورکړی دی د هغې وروستو به نور کارروايي کولی شي".

ځینې راپورونه وايي چې راؤ انوار د ملک څخه بهر تلی خو چارواکي د دې پخلی نه کوي.

د نقيب الله پلار کراچۍ ته رسېدلی

ملک محمد خان د نقيب محسود پلار
ملک محمد خان د نقيب محسود پلار

د جنوبي وزیرستان د مکين علاقې سره تعلق لرونکي وژل شوي ځوان نقيب الله محسود پلار محمدخان د دوشنبې په مازيګر کراچۍ ته رسېدلی دی چې د پوليس پلټنيزې کمېټۍ په وړاندې خپل بيان ورکړي او د هغه په مدعيت کې مقدمه درج کړی شي.

نوموړي کراچۍ ته په رارسېدو د قامي جرګې راجوړې غونډې ته په لنډو خبرو کې وويل" د پاکستان د څلورو واړو صوبو نر، ښځې ، لويې او واړه د نقيب الله دپاره راپاسېدلي او هغه د ټولو ښځو او سړو زوی او خور او ورور ؤ".

هغه وويل زوي سره یې شناختي کارډ ؤ، واده يې ؤ دوه لوڼه او يو زوی يې دي.

د پښتنو قامي غټې جرګې په نوم جرګې وروستو د شپې ناوخته د نقيب الله د پلار ترڅنګ خبري غونډې ته په وېنا کې وويل نن د سه شنبې، نهې په ورځ به د وژنې په ضد د ترهګرۍ ضد د مادو، دفعو لاندې مقدمه درج کوي، او دوي د پېښې د عدالتي کمېشن د لارې د پلټنو غوښتنه هم وکړه.

په راؤ انوار د جعلي مقابلې تور

په راؤ انوار تور دی چې په جعلي مقابله کې يې نقيب الله محسود وژلی دی.

نقيب الله محسود په ۱۳م جنورۍ د کراچۍ ملير ضلعې په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې د پوليس په يوه مقابله کې سره د درې نورو تنو وژل شوی او پوليس ادعا کړې وه چې په مقابله کې يې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره تعلق لرونکي مشکوک ترهګر وژلي دي.

راؤ انوار د جمعې په ورځ د پلټنو دپاره جوړې درې کسيزه پلټنيزه کمېټۍ ته مخامخ شوی او ويلي يې ؤ چې نقيب محسود د تاوان دپاره تښتونو او ترهګرو بريدونو کې ککړ پاتې شوی خو وروستويې په مطبوعاتو ځینې بدل بيانونه مخې ته راغلي دي.

راؤ انوار تېره شپه يو شخصي ټيلي ويژن (دنيانيوز) سره په خبرو کې ويلي هغه د مقابلې وروستو موقعې ته رسېدلی ؤ، نقيب الله یې نه دی نيولی او نه يې وژلی دی او د هغه په ضد پروپېګنډا روانه ده.

د مقابلې په اړه پلټنې

د سندهـ صوبايي حکومت په حکم د سي ټي ډي پوليس مشر ډی ايي جي ثناالله عباسي په مشرۍ د ډي ايي جي سلطان خواجه او ډي ايي جي ازاد خان درې کسيزه کميټي جوړه شوې ده.

د راؤ انوار نه د لمړي بيان اخستو وروستو کمېټۍ په خپلو سپارښتنو کې ويلي ؤ چې راؤ انوار دې د خپلې چوکۍ څخه لرې کړی شي، معطل دې کړی شي او د هغه او په مقابله کې د شامل پوليس افسرانو نومونه دې په اېګزټ کنټرول لسټ کې واچول شي.

سترې محکمې هم د نقيب محسود د وژنې د پېښې نوټس اخستی او په يوه اوونۍ کې يې په دغه اړوند رپوټ غوښتی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG