لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په ډرون بريد کې د حقانې شبکې دوه مشکوک ترهګر وژل شوي


د امنيتي سرچينو په وېنا ډرون بريد کې د حقاني شبکې مشکوک کمانډر احسان (خاورې) او ناصر محمود (نری) وژل شوي دي.

امنيتي سرچينې وايي دغه ډرون بريد په ډپه ماموزۍ علاقه کې شوی چې د هنګو د ټل علاقې پوله ده.​

د قبايلي سيمو اورکزۍ، کرمې او خېبرپښتونخوا د هنګو ضلعې چارواکي پخلی کوي چې ډرو بريد شوی خو ټول د درې واړو سيمو په مینځ کې پرته علاقه يادوي چې هلته شوی دی.

امنيتي سرچينې پخلی کوي چې نن د چهارشنبې، شورو په ورځ سهار دا برید شوی او امریکايي بې پايلټه ډرون په يو کور دوه ډرون ميزايلې داغلي دي.

د هنګو ضلعې پوليس افسر ډي اېس پي شوکت علي بخاري ډيوه رېډيو سره په خبرو کې ويلي، "بريد نن سهار لس منټه د پاسه پينځه بجې سپين ټل په کرمه ايجنسې کې شوی يو افغان مهاجر ناصر محمود عرف احسان الله پکې وژل شوی، دا کرمه ايجنسۍ ده او دا د هنګو په علاقه کې نه ده شوې".

راپورونه وايي چرته چې دغه ډرون بريد شوی په دې علاقه کې زیاتره افغان کډوال مېشت دي، تېر کال هم په دې ځای يو ډرون بريد شوی ؤ چې پکې د حقاني شبکې ابوبکر نومې تن وژل شوی ؤ.

تازه ډرون حمله سږ کال د پاکستان په خاوره دوېم ډرون بريد دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کرمې په بادشا کوټ نومې علاقه کې د ډېورنډ پولې ته څېرمه ډرون بريد کې خالد نومې مشکوک افغان ترهګر ژوبل شوی ؤ.

پاکستان او د ډېورنډ پولې ته څېرمه پرتو علاقو کې امريکايي ډرون بريدونه له هغې وروستو سېوا شوي چې د تېر اګست په مياشت کې امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

نوموړي ویلي ؤ پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امريکا نه په ميلينونو ډالره مرستې اخستي خو په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي.

امريکا او افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې د حقاني شبکې وسله والو ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه رودي.

پاکستان وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تور په پاکستان لګوي.

پاکستان په خپله خاوره د ډرون بريدونو مخالفت کوي او د خپلواکۍ سرغړونه يې بولي خو د تازه ډرون په اړوند يې تراوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG