لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنرښځیانو دپيژندګلو په اړوند داسلامي نظریاتي کونسل په سپارښتنو سینیټ کې نیوکې


نرښځیان
نرښځیان

دپاکستان دسیینیټ دبشري حقونو کمیټه کې د نرښځیانو دپیژندګلو په اړه داسلامي نظریاتي کونستل لخوا په وړاندې کړل سپارښتنو مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام(ف) نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي ددغو سپارښتنو په منل کیدو به نوې ستونزې سر راپورته کړي.

دسیینیټ دبشري حقونو دکمیټې غونډه کې د نرښځیانو د تحفظ دقانوني مسودې ۲۰۱۷ په اساس دهیجړاګانو یا نرښځیانو په پیژندګلو بحث شوی اؤ دپيپلز پارټۍ سنیټیرې روبینه خالد دغه کمیټې ته ویلي قانوني مسوده کې ددې خبرې سپیناوی شوی چې دنرښځیانو پیژندګلو دپاره به هغوئ څخه دطبې معائنې راپور نه غوښتل کیږي.

په پاکستان کې چې کله نرښځیان په وراثتي جائیداد کې خپله برخه غواړي نو هغوئ ددې خبرې پابند وي وي چېې د طبي بورډ څخه به خپل طبي سند وړاندي کوي چې ایا هغه نر دی که ښځه ؟

په وراثت کې دسړي په پرتله ښځې نیمایي برخه رسي اؤ دغسې په پاکستان کې هاغو نرښځیانو دپاره هم طبي سند ترلاسه کول اړین دی چې ځانونه ښځېې (خواجه سراء) ګڼي.

سینیټ ته دقانوني مسودې په اړوند دمعلوماتو ورکولو په وخت سنیټیرې روبینه خالد وویل نرښځیان چې خپله پیژندګلو څنګه هم کوي هغه باید ومنل شي اؤ که دغه پيژندګلو باندې څوک نیوکه لري نو په هغه صورت کې به دا معامله د پریکړې دپاره محکمې ته وړل کیږي.

هغې وویل که یو سړي یا ښځې ته اړینه نه ده چې دخپل جنس دپیژندګلو دپاره طبي سندونه ترلاسه کړي نو نرښځی دی بیا ولې داسې سندونه واخلي چې هغه نر هیجړا دی که ښځه هیجړا؟

روبینه خالد وویل دیو نرښځي په حیثیت منلو کې طبې معائنه هیڅ پکار نه ده ځکه چې دې سره به ستونزې سیوا کیږي.

هغې وویل که چرې داسې نرښځیانو نه سندونه غوښتل کیږي نو ویره ده چې سبا به دهغوئ د بلیک میل کولو لړۍ پیل شي

هغې وویل اسلامي نظریاتي کونسل چې دنرښځیانو په اړوند کومې سپارښتنې کړي هغه به د نرښځیانو دتحفظ قانوني مسوده کې شاملولی شي.

خو دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام ( ف) سنیټیر مفتي عبدالستار په دغه موقعه ویلي چې دنرښځیانو پیژندګلو دپاره باید یو طبي بورډ جوړ کړل شي ترڅو هغه د جنسونو تعین وکړي ګنې داسې به یو شمیر نورې مذهبي ستونزې سر راپورته کړي.

هغه وویل چې د ښځې(خواجه سراء) په صورت کې به د سړي په پرتله محکمه کې دهغه ګواهي په نیمه منل کیږي اؤ دغسې کار به ورسره د وراثت په معامله کې هم کیږي.

کمیټۍ پریکړه وکړه چې خپله راتلونکې غونډه کې به په دغه هکله نور بحث هم وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG