لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوال دې په زوره د ملک څخه ونه ويستل شي، ايي پي اېس


په پاکستان کې افغان کډوال
په پاکستان کې افغان کډوال

اسلام اباد کې د يوې غېر دولتي خپلواکه ادارې په ناسته کې دغه خیال رد کړی شوی چې د ملک څخه دې افغان کډوال په زوره وويستل شي ځکه چې دا به د ملکي ګټې دپاره د ناخوښۍ او زیان رسېدو سبب وګرځي.

د پاليسيو د مطالعې انسټيټيوټ (ايي پي اېس) په نوم غېر دولتي ادارې په دې ناسته کې چې پخوانو سفيرانو، استخباراتي مشرانو او د مدني ټولنې سره تعلق لرونکو پوهانو ګډون درلود، د پاکستان حکومت ته يې د افغان کډوالو د بيرته خپل هېواد ته ستنولو دپاره پاليسي وړاندېزونه کړي دي.

د ايي پي اېس ډايريکټر جنرال خالد رحمان ويلي هغه ګڼي چې د ۲.۴ ملینه افغان کډوالو چې پکې رجسټر او غېر رجسټرډ شامل دي د يوې جامعې پلټنيزې پاليسۍ پرته بيرته لېږل ناممکنه خبره ده.

هغه ويلي "پاکستان کې د افغان کډوالو دپاره دوه قسمه نظر موجود دي، يوه ډله يې اثاثه او بله يې زمه واري ګڼي خو دې ته لږ په پراخه کچه کتل پکار دي".

اسلام اباد کې د غېر دولتي ادارې د ناستې خبر ټريبيون ورځپاڼې خپور کړی دی.

بل لور ته د کډوالو پاره د ملګرو ملتونو اداره يو اېن اېچ سي ار هم وايي پاکستان سره يې د افغان کډوالو په اړوند خبرې روانې دي لا ختمي پرېکړه نه ده شوې چې پاکستان د ۳۱م جنورۍ وروستو څه ډول اعلان کوي.

د يواېن اېچ سي ار د پاکستان وياند قېصر افريدي ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل، يو اېن اېچ سي ار هم په دې خبره ټينګار کوي چې د "افغانانو واپسي بايد رضاکارانه (په خوښه) وي،باحفاظته او باعزته دې وي او که په زوره د ویستو هڅه يې کيږي نو هغه به د کډوالو پاره د نړيوالو اصولو سره سم نه وي".

نوموړي وويل دوي به د هغه پاليسۍ هرکلی کوي چې په هغې کې د خپلې خوښې، حفاظت او عزت خبرې شامل وي او په دغه اړوند د دوي د پاکستان د حکومت سره خبرې روانې دي.

قېصر افريدي زياته کړه دوي د پاکستان د حکومت او هغه ټولنو چې د افغان کډوالو د څلورو لسيزو پورې مېلمستيا يې وکړه مننه کوي او په راتلونکې کې ترې د کډوالو په اړوند د غوره پرېکړې تمه کوي.

افريدي د کډوالو د بیرته ستنېدو په لړ کې په نړيواله ټولنه او خپله د افغان حکومت د رول لوبولو غږ هم وکړو.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته په ملک کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره د روانې مياشتې (جنورۍ) ۳۱م نېټه ورکړې ده.

پاکستان دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې د امريکې لخوا د افغانستان په ترڅ کې په پاکستان فشار سېوا شوی چې په خپله خاوره د حقاني شبکې ترڅنګ د وسله والو تندلارو پرضد غوڅ عمليات وکړي.

افغانستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او افغان حکومت هم د ترهګرو بريدونو زمه واره حقاني شبکه ګرځوي، خو پاکستان وايي په خاوره يې هيڅ يوه ترهګره ډله شتون نه لري.

د شنبې په ورځ د اسلام اباد په ناسته کې خالد رحمان ويلي چې د افغان کډوالو په اړوند "پرېکړې بايد د تاثراتو په غبرګون کې ونه کړی شي د دغه قامي او سيمه يیزه مهمې مسلې د هواري دپاره په پاليسۍ خبرو او پلټنو ته اړتيا لري".

د غېر دولتي ادارې لخوا دغه ناسته په دې موضوع راجوړه شوې چې پکې پاکستان کې د افغان کډوالو پاتې کېدو او بيرته ستنېدو په اړوند خبرې اترې وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG