لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملالې د مشال پلار اکسفورډ پوهنتون ته بللی


عکس دملاله يوسفزۍ د تويټر پاڼې څخه اخستل شوی

د نوبېل جايزه ګټونکې او تعلیم نړيوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمداقبال د برتانيې اکسفورډ پوهنتون ته وېنا له بللی دی.

ملالې په ټیويټر ليکلي، "دا زما دپاره د درناوي خبره وه چې محمداقبال لالا ته مې په اکسفورډ پوهنتون کې د وېنا دپاره هرکلی وکړو".

ملالې ويلي،"مشال د غبن او ناانصافۍ پرضد مبارزه کوله. مونږ مشال ته د انصاف ترلاسه کېدو دپاره د لالا سره ولاړ يُو".

ملاله يوسفزۍ مشال ته د انصاف ترلاسه کولو خبره په داسې حال کې کړې ده چې ۷م فروري د مشال د وژنې په قضيه کې د فېصلې اورولو دپاره ټاکل شوې ده.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د ژورنالزم زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور زده کوونکو او ګڼو خلکو په تشدد وژلی ؤ.

په پلټنو کې پوليس ويلي ؤ په مشال د مذهب د سپکاوي هيڅ قسمه تور نه دی ثابت شوی.

د مشال خان د وژنې په تور ۵۸ کسان نيول شوي چې دا وخت د هري پوري په زندان کې دي، ۵۷ اول نيول شوي او يو په وروستيو کې بل نيول شوی ؤ.

خو د مشال خان د وژنې په مقدمه کې درې تنه چې تراوسه مفروران دي په دغو مفرورانو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند تحصيل کونسلر عارف مردانوي او د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی صابر مايار هم شامل دی.

د مشال پلار اقبال دوه اوونۍ وړاندې برتانيې ته بلل شوی او په ۲۰م جنورۍ يې د لندن د رسل سکویر په بروني ګېلري لیکچر تهیټر کې د باچاخان په عدم تشدد فلسفه او مبارزه باندې وېنا کړې وه.

نوموړي په خپله وېنا کې ويلي ؤ، "په پښتنو کې کله هم دغه ډول تشدد نه ؤ، خو د نوي کُول بد مرغي ده چې سوله يې ونه ليده دوي د نورو حقيقتونو په اړوند پوهه نه لري".

د باچاخان په عدم تشدد فلسفه د وېنا دپاره اقبال لالا د ملالې پلار د تعليم مبارز ضياالدين يوسفزۍ بللی ؤ.

د مشال خان پلار اکسفورډ ته بلنه واو ملالې سره يو ځای کېده په ټولنيزو ستايل شوي دي.

اقبال لالا په اکسفورډ پوهنتون کې وېنا کړې، دا هغه پوهنتون دی چې د نړۍ یو شمېر مشهورو سیاستوالو د اکسفورډ په پوهنتون کې درسونه ویلي دي.

د برتانیه مخکني صدراعظم ډیویډ کېمیرون او د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بينظیر بهټو هم له اکسفورډ یونیورسټۍ نه فارغ شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG