لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان قامي مشرانو هم اسلام اباد ته د تلونکي لاريون ملاتړ اعلان کړی


د قبايلي سيمې جنوبي وزیرستان قامي مشرانو اعلان کړی چې دوي به سبا د چهارشنبې، شورو په ورځ د ټانک څخه د کاروان په شکل کې روانيږي او اسلام اباد ته د تلونکي هغه پښتون تحفظ غورځنګ ملګرتيا به کوي کوم چې د ډېره اسماعيل خان نه په د جمعې په ورځ روان شوی ؤ.

د پښتون تحفظ غورځنګ ګډون والو د جمعې په ورځ د ډېره اسماعيل خان نه په خپلو پښواسلام اباد ته لاريون پېل کړی چې دا وخت د پېښور نه د چارسدې په لار روان دی.

دغه غورځنګ د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پښتنو د وژنو يا نسل کشۍ د بندېز او په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو وروستو د پاتې شوؤ ماينونو پاکولو غوښتنه هم کوي.

د محسود تحفظ غورځنګ په نوم غېر دولتي سازمان د شمېرو ترمخه په تېرو څو کلونو کې په شمالي او جنوبي وزيرستان او چاپېره جوختو پرتو علاقو کې د ۶۰ نه زیاتې ماين چاؤدنې شوي چې پکې د ۱۰۰ نه زيات کسان اغېزمند شوي دي.

د پښتون تحفظ غورځنګ اسلام اباد ته روان لاريون په قبايلو سيموکې د پوځي عملياتو وروستو د کومې بدې پېښې رامنځته کېدو پس د سيمې د خلکو نه زورولو او په د کراچۍ کې د نقيب الله مسيد په جعلې مقابله کې د وژنې د انصاف غوښتنې هم لري.

قهرمسيد چې د مسيدو قامي جرګې غړی دی ډيوه ريډيو سره خبرو کې يې وويل زمونږ د احتجاج د اعلان وروستو"پوځیان راغلي او مونږ ته يې په سيمه کې د ماينونو پاکولو په کار سمدستې پېلولو او د نقيب مسيد کورنۍ ته يې په مکين کې د کور جوړولو او د هغه د بچو د خرڅ خوراک او تعليم ورکولو د زمه وارۍ اخستو ژمنه کړې ده".

خو نوموړی وايي دوي سره له دې وړاندې هم دغه ډول ژمنې شوي خو تراوسه پکې يوه نه ده عملي شوې.

هغه وويل ځکه دوي سبا د ټانک څخه روانيږي او اسلام اباد ته په لاره روان لاريون سره يوځاې کيږي او تر څو پورې چې د دوي غوښتنې نه وي منل شوي په اسلام اباد کې به په پرلت ناست وي.

هغه وويل په ګاډو به تور او سپين بېرغونه لګوي چې تور يې د غم څرګندونه کوي او سپين يې د سولې غوښتو علامتونه دي.

قهرمسيد دا هم وويل چې دوي د نقيب په وژنه تورن پوليس افسر راؤ انوار د ملک څخه بهر تلو خبرونه اورېدلي نو که هغه بهر تلی وي دوي به دسترې محکمې د حکم منلو غوښتنې عملي کېدو دپاره هم احتجاجي پرلت وهي.

هغه زیاته کړه که راؤ انوار په پاکستان کې وي او نه نيول کيږي نو دوي به بيا د دې نه بل مطلب اخلي.

يو بل مشر نور خان وويل،" مونږ نور د مصنوعي جنګ د لاسه بې رحمه وژنې او ظلمونه نشو زغملی دې جنګ نه يواځې زمونږ سماجي ژوند بلکې اقتصادي ژوند يې راته هم سخت اغېزمند کړی او خېر (فاقو) غوښتو ته يې مجبوره کړي وو".

هغه دا هم وويل که غوښتنې يې نه منل کيږي نو دوي به وزیرستان ته د تل دپاره په مخه ښه ويلو مجبور وي.

بل لور ته په کراچۍ کې هم د نقيب محسود دپاره د قبايلي جرګې تعزيتي او د هغه په جعلي مقابله کې د وژنې په ضد احتجاجي ناسته په ۱۲م ورځ دوام لري.

د کراچۍ قبايلي جرګه نن د سه شنبې، نهې په ورځ د خپل راتلونکې دپاره تګلاره اعلانوي او وايي هغه پوليس افسر چې نقيب مسيد يې په جعلي مقابله کې وژلی تراوسه ولې ونه نيول شو.

د کراچۍ د ملير ضلعې مخکنی پوليس افسر راؤ انوار پرون د ګل په ورځ د سندهـ صوبايي حکومت په رسمي ډول معطل کړی او سترې محکمې د هغه د حاضرولو دپاره د ننۍ ورځې پورې وخت هم ورکړی ؤ خو تراوسه د راؤ انوار پته نه لګي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG