لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سینیټ د راؤ انوار په نه نیول کیدو دسندهـ حکومت اؤ پولیسو نه کلکې پوښتنې کړي


دپاکستان سینیټ کراچۍ کې دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انوار په نه نیول کیدو داندیښنې څرګندونه کړې اؤ په تیرو پینځوؤ کالو کې یې دپولیسو دشوؤ ټولو مقابلو د پلټنو سپارښتنه کړې ده.

دشورو په ورځ دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو دکمیټې غونډه. دسنیټیرې نسرین جلیل په مشرۍ شوې چې ورته د سندهـ صوبې وزیراعلی مرادعلی شاه،دکورنیو چارو وزیر انورسیال، دپولیسو سرلښکر ای ډي خواجه اؤ دنقیب د قضیې دڅارنې دپاره دجوړې شوې جرګې استازي هم وړاندې شوي دي.

دسینیټ دبشري حقونو دغه کمیټې اؤ جرګې ته د سندهـ صوبې دپولیسو مشر ای ډی خواجه د نقیب مسید د وژنې اؤ دهغه په وژنه دتورن پولیس افسر راؤ انوار د نیولو په لړکې دپولیسو لخوا داخستل شوؤ ګا مونو په هکله احوال تیر کړی دی.

دسینیټ کمیټې دسندهـ صوبې دحکومت اؤ‌ پولیسو نه کلکې پوښتنې کړي چې څنګه یې تراوسه د نقیب په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار ونه نیولو؟

په دغه موقعه د سندهـ دکورنیو چارو وزیر سهیل انور سیال کمیټې ته ویلي چې دصوبې حکومت د راؤ انوار په ګډون دهیڅ یو مجرم په شا ولاړ نه دی اؤ‌ دهغه دنیولو دپاره کوټلې هڅې روانې دي.

هغه داهم ویلي دي چې که د راؤ انوار تر اوسه په نه نیول کیدو څوک څه قسمه شک کولی شي نو په دې هکله دې بیا د پلټنو یوه ګډه ډله یا کمیسیون جوړ کړل شي چې ټوله کیسه پکې صفا شي.

په ۱۳مه جنورۍ دنقیب مسید په یوه جعلي پولیس مقابله کې د وژل کیدو نه وروسته دنقیب کورنۍ دهغه د وژنې مقدمه د ملیر ضلعې دپخواني ایس ایس پي‌ راؤ انوار اؤ دهغه د پولیسو دډلې په ضد درج کړې ده چې له هغې وروسته راؤ انوار اؤ دهغه دډلې نور پولیس ورک دي.

دغونډې نه وروسټو د کمیټې مشرې نسرین جلیل خبریالانو ته ویلي چې راؤ انوار تر اوسه بې درکه دی اؤ تاثر دادی چې هغه طاقتورو خلکو دځان سره پټ کړی دی.

هغې وویل کمیټې د جرې د مشرانو غوښتنې هم اوریدلي اؤ باید مرکزي حکومت دنقیب مسید د وژنې پلټنو دپاره یو قضایي کمیسیون جوړ کړي.

هغې وویل د سینیټ کمیټې د نقیب وژنه کې دټولو اړونده ادارو په کردار پوښتنې راولاړې کړي اؤ‌ سپارښتنه یې کړې چې په تیرو پینځوؤ کالو کې دپولیسو څومره مقابلې هم شوي دهغې پلټنې دې وکړل شي اؤ‌پکې ککړو پولیس دې دنوکریو نه وویستل شي.

هغې وویل کمیټې پریکړه کړې ده چې اوس به دهغې جرګې مینځ ته هم ورځي چې دنقیب د وژنې نه وروسته جوړه کړل شوې ده.

د نقیب مسید په وژنه دتورن پولیس افسر راؤ انوار په هکله بیلابیلې ګنګوسې روانې دي ، څوک وایي هغه له هیواد په ځانګړې الوتکه کې ویستل شوی اؤ‌څوک دعوه کوي چې ځینې نفوذ لرونکو خلکو دځان سره پټ کړی دی.

راؤ انوار په سندهـ صوبه کې د واکمن پیپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري نزدې ملګری یادیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG