لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دای این پي غړو ته دموسیقۍ محفلو کې په برخې اخستو ګوند نه دویستلو دړکه


حمایت الله مایار
حمایت الله مایار

دپاکستان په پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ پسې تړاؤ لرونکي دمردان ضلعې ناظم حمایت الله مایار دخپل ګوند فعالینو ته ګواښ کړی چې که هغوئ د ټنګ ټکور اؤ بې حیایۍ په محفلونو کې برخه واخسته نو د ګوند څخه به ویستل کیږي.

خو دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ستر سکتر وایي چې سندرې دپښتنو دکلتور یوه مهمه برخه ده اؤ ددې مخالفت هیڅکله دګوند پالیسي نه ده.

عوامي نیشنل ګوند چې ځان د یوې روښانفکرې سیاسي ډلې په نوم بولي دعوه کوي چې په خیبرپښتونخوا صوبه کې یې دملیانو د حکومت نه راپدیخوا د طالبانو دغلبې په دور کې د سندرو اؤ‌ ټنګ ټکور دمحفلونو ژوندي ساتلو دپاره تر هر بل ګوند زیاتې هڅې کړي دي.

خو د نهې په ورځ د هم دغه ګوند دمردان سیمې مشر اؤ ضلعي ناظم ښاغلي حمایت الله مایار په ټولنیزه رسنۍ فیس بک خپل یو پوسټ کې لیکلي “دا دعوامي نیشنل ګوند مردان غوڅه پریکړه ده چې که دای این پي هر غړي دبې حیایۍ اؤ فحش موسیقۍ په محفلونو کې ګډون وکړو یا یې څه عکسونه اؤ ویډیوګانې په څه قسمه میډیا خپرې کړې نو پرته له کومې پوښتنې به د ګوند څخه وویستل شي”

هغه پخپل دغه پوسټ کې خبرداری ورکړی چې عوامي نیشنل ګوند دپښتون کلتور د ودې دپاره هڅې کوي اؤ د ګونډ فعالین دې د هرقسمه غیراخلاقي فعالیتونو نه ډډه وکړي.

د مردان ضلعي ناظم حمایت الله مایار باندې تیر کال هغه وخت په سوشل میډیا سختې نیوکې شوې وې چې په کومه ورځ دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب دسپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان څلویښتي په صوابۍ کې نمانځل کیده نو هغه په مردان کې دټنګ ټکور یو محفل راجوړ کړی ؤ.

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر ښاغلی میا افتخار حسین وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دسندرو په محفل کې په ګډون د پابندۍ پریکړه د حمایت الله مایار شخصي نظر کیدلی شی خو دا د ګوند رسمي تګلاره هیڅکله نه ده.

کله چې هغه ته وریاده کړل شوه چې ناظم حمایت مایار د موسیقۍ محفلونو کې په ګډون دبندیز اعلان د ګوند په نوم کړی نو وئ‌ ویل “زه خو د ګوند مرکزي سکتر یم ، دامعامله صوبه پسې اړه لري اؤ دګوند صوبایي صدر حیدر هوتي کولی شي په دغه هکله خبرې وکړي”

میا افتخار حسین وویل دمشال خان په کیس کې که هم حمایت الله مایار هر نظر لرلو دګوند نمائندګي نه کوله اؤ اوس که هغه دموسیقۍ نه دخلکو د اړولو اعلان کړی نو هم دا دګوند نظر نه دی .

باید وویل شي د مردان په ضلعي ناظم له دې وړاندې تورونه لګول شوي وؤ چې هغه دمشال خان د وژونکو د قانون دمنګولو نه دبچ کولو هڅې کوي خو ښاغلي مایار دغه تورونه رد کړي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG