لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه د باران ښکار، درېم نمبر د پاکستان


د نيوزي لېنډ په کوينزټاؤن کې باران وشو او د افغانستان او پاکستان د کرکټ مينه وال يې د ۱۹ کلنو نړيوال کپ په سياليو کې د درېم نمبر دپاره لوبېدونکې سيالۍ ليدو څخه محرومه کړه.

د باران له امله د لوبې پېل هم ونشو او د وړاندنیو سياليو د رن رېټ په حساب درېم نمبر پاکستان ته ورکړی شو افغان لوبډله څلورم نمبر ته لاړه.

په کوينزټاؤن کې د شپې راهسې تېز باران ؤ او تر لوبې پورې وورېدو ځکه امپائرانو د مېچ نه کېدو پرېکړه وکړه.

په ډي ګروپ کې شامل دواړو لوبډلو کې د پاکستان پوائنټونه او د افغانستان په دوېم نمبر وو.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ سياليو د هند او پاکستان ترمنځ سياليو په څېر رنګ اخستی دی او اوس د افغانستان او پاکستان سيالۍ ډېرې په مينه او جذبې سره کتل کيږي.

په انټرنېټ په ټولنيزو رسنیو د لوبې کتل نور اسان کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو (فېس بک) نېغ په نېغه خپرېدونکې روانه لوبه باندې تاوده بحثونه روان وي او ډېری مينه وال د لوبې کتلو او پرې د خبرو کولو تنده په فېس بک ماتوي.

د ۱۹ کلنو د نړيوال کپ لمړۍ سيالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوې او افغانستان په لمړۍ سيالۍ کې پاکستان ته په پينځه وکټو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان لوبډلې يواځې په ايرلېنډ ماتې خوړلې او بيا ورته په سیمې فاينل کې اسټریليا ماتې ورکړه او فاينل ته د رسېدو ارمان يې ورله نيمګړی پاتې کړو.

بل لور ته په سيمې فاينل کې پاکستان د هند د لوبډلې په لاس ماتې خوړلې وه.

د ۱۹ کلنو د سياليو فاينل به د اسټریليا او هند د لوبډلو ترمنځ د شنبې، خالي په ورځ کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG