لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب الله مظاهره چيان د پښتنو د نسل وژنې بندولو غوښتنه کوي


اسلام اباد کې د پښتون تحفظ غورځنګ احتجاجي پرلت

نقيب الله مسید د ته د انصاف، د پښتنو د نسل وژنې او دوي سره د نورو کېدونکو زور زياتو د لړۍ ودرولو دپاره د زرګونو په شمېره کې قبايلي خلک اسلام اباد ته رسېدلي او په احتجاجي پرلت ناست دي.

قبايلي مظاهره چيانو د تېرې جمعې په ورځ د ډېره اسماعيل خان په خپلو پښو د غوښتنو منلو دپاره پلازمينې اسلام اباد ته لاريون پېل کړی چې د پېښور، چارسدې او مردان څخه تېر شوي او په لار کې د نورو خلکو په ملګرتيا پرون د پنجشنبې، زيارت په ورځ خپل منزل ته رسېدلي دي.

د زرګونو په شمېره کې مظاهره چيانو په اسلام اباد کې د نيشنل پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت وهلی، او دا غوښتنې کوي چې،

"د پښتنو نسل وژنه دې بنده کړی شي، نقيب الله مسيد ته دې انصاف ورکړی شي، د نقيب الله مسيد په وژنه کې ککړخلک دې تېزندي کړی شي. په کراچۍ کې د پښتنو د عدالت پرته (ماورای عدالت) وژنو د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي".

"لا درکه کړی شوي خلک دې عدالتونو ته وړاندې او بېګناه دې خوشي کړی شي. قبايلي علاقو او څېرمه پرتو سیمو کې دې ښخ کړی شوي ماينونه پاک کړی شي. او په وزيرستان کې دې نور د کرفيو لګولو او خلکو زورولو لړۍ ودرول شي".

يادې غوښتنې تېره شپه مظاهره چيانو ته په وېنا کې د لاريون يو مشر ځوان منظور مسيد تکرار کړي او وې ويل "چې څو پورې يې دغه غوښتنې نه وي منل شوي احتجاجي پرلت به نه ختموو او که دغسې بيرته ستنېږو د نقيب مسيد په شان مو يو يو وژني".

د پښتون تحفظ غورځنګ په نوم دغه لاريون وروستو له هغې پېل شوی چې تېره میاشت په کراچۍ کې د پوليسو په جعلي مقابله کې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب الله ووژل شو او بيا يې مړی د چهيپا ادارې د مرده خانې څخه ترلاسه شوی ؤ.

د نقيب الله مسيد د وژنې د پلټنو دپاره جوړې د پوليس لوړ پوړو افسرانو درې کسيزه کمېټۍ ويلي ؤ چې "نقيب الله مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی دی".

نقيب الله د کراچۍ د ملير ضلعې پخواني پوليس مشر راؤ انوار په ۱۳م جنورۍ درې نورو کسانو سره په يوه مقابله کې وژلی او دوي يې ترهګر ياد کړي وو، خو پوليس چارواکو ويلي ؤ دا جعلي مقابله وه.

د نقيب مسيد مړی په ۱۷م جنورۍ ترلاسه شوی او د هغې وروستو په کراچۍ کې تعزيتي احتجاجي کېمپ لګېدلی او په ټولنيزو رسنيو او ټول ملک کې د دغه وژنې په ضد د احتجاجي مظاهرو وروستو سترې محکمې هم په دې خپل ځانی نوټس اخستی ؤ.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د راؤ انوار او هغه سره ملګرو پوليسو په ضد درج کړی شوې خو د دغه ورځې راهسې راؤ انوار او د هغه ملګري پټ دي تراوسه نه دي نيول شوي.

په ۲۷م جنورۍ د سترې محکمې د مشر قاضي جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه بنچ د خپل ځاني نوټس په اورېدنه کې د سندهـ صوبې د پوليس مشر ای ـ ډي خواجه ته په درېو ورځو کې د راؤ انوار عدالت وړاندې کولو امر کړی خو نوموړی پرون عدالت ته حاضر شوی او د راؤ انوار د مالومولو دپاره يې عدالت ته خواست کړی چې استخباراتي اداروته په دغه لړ کې د پوليس سره د مرستو لارښوونه وکړي.

بل لور ته په کراچۍ کې جوړ تعزيتي احتجاجي کېمپ د چهارشنبې، شورو په ورځ معطل کړی شوی او د کېمپ مشري کوونکي د قبايلي جرګې مشران هم اسلام اباد ته تلي او د ډېره اسماعيل خان څخه راغلي لاريون سره په احتجاجي پرلت کې شامل شوي دي.

د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو ويلي دوي د وړاندې نه په سيمه کې د ماينونو پاکولو او خلکو زورولو د لړۍ د بندولو د غوښتنې دپاره د لاريون پلان جوړ کړی خو د نقيب مسيد وژنې دوي راروان کړه.

اسلام اباد کې د قبايلي احتجاجي پرلت په ناسته کې د سياسي ګوندونو مشران هم دوي سره شریک شوي او دوي ته يې د ملاتړ باور ورکړی دی.

خو په احتجاجي پرلت ناست خلک وايي دوي پرامنه ناسته پېل کړې او د جايزه غوښتنو دپاره د زرګونو په شمېره کې اسلام اباد ته راغلي خو د پاکستان په ځايي رسنيو ټکونه کوي چې په خبرونو کې ورته ځای نه ورکوي چې غږ يې واکمنو او نړيوالو ته ورسوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG