لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسيد پلار محمدخان وايي "د زړه نه مو وينې څاڅي"


ملک محمدخان مطبوعاتو ته خواست کړی چې "زمونږ د مشورې نه بغېر په مونږ پسې د دروغو خبرونه مه چلوئ".

په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې وژل شوي ځوان نقيب الله مسید پلار ملک محمدخان وايي،"زمونږ د زړونو نه وينې څاڅي او په مونږ پسې په (ميډيا) مذاق شورو دی".

د پاکستان ځینې ځايي ټيلي ويژن چېنلو پرون د پنجشنبې، زيارت په ورځ داسې خبرونه خپاره کړي چې د نقيب الله مسيد په وژنه تورن معطل کړی شوي پوليس افسر راؤ انوار د نقيب د کورنۍ سره د روغې جوړې دپاره د "ديت" خبرې روانې دي.

ملک محمدخان د دغه خبر خپرېدو وروستو په يو ويډيو بيان کې په مطبوعاتو غږ کړی چې " په مونږ پسې غلط پېغامونه مه چلوئ".

نوموړی وايي " په مونږ پسې هيڅوک نه دي راغلي او مونږ د سپريم کورټ نه د انصاف مطالبه کړې ده انصاف غواړو د پاکستان په قانون کې چې مونږ ته کوم انصاف مېلاويږي هغه مونږ ته منظور دی".

ملک محمدخان مطبوعاتو ته خواست کړی چې "زمونږ د مشورې نه بغېر په مونږ پسې د دروغو خبرونه مه چلوئ".

د نقيب الله مسيد د وژنې وروستو په کراچۍ کې د هغه د تعزيت او وژنې په ضد د احتجاج دپاره ناسته پېل شوې وه او د قبايلي مشرانو جرګه جوړه شوې وه چې مقدمه درج کړي او د راتلونکې دپاره تګلاره وټاکي.

د يادې جرګې مشر رحمت خان مسيد هم وايي هغه سره نه چا په دغه اړوند رابطه کړې او " نه څوک دغه جرات کولی شي".

ډيوه رېډيو سره په خبرو کې هغه وويل، "که ماسره چا په دې موضوع رابطه وکړه چې روغه جوړه وکړه يا پېسې واخله داسې ځواب به ورته ورکړم چې ياد به يې ساتي".

ښاغلی رحمت خان د خېبرپښتونخوا پوليس مرستيال مشر پاتې شوی دی.

نوموړي وويل په مطبوعاتو د روغې جوړې خبرونه خپرول د قبايلو احتجاجي غورځنګ د زيان اړولو دپاره کیږي چې خلک زړه ماتي کړي.

د نوموړي په مشرۍ په کراچۍ کې د نقيب مسيد د تعزيت او احتجاج دپاره ناسته معطل کړی شوې او هغه اوس په اسلام اباد کې د قبايلي احتجاجي پرلت کې شامل شوی دی.

هغه وويل دوي د قبايلي مشرانو سره په جرګه د اسلام اباد د احتجاجي پرلت دپاره اېجنډا او تګلاره جوړوي خو د جايز غوښتنو منلو او انصاف دپاره راغلي دي.

د کراچۍ لوړ پوړو پوليس چارواکو منلې چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مخکني مشر اېس اېس پي راؤ انوار په جعلي مقابله کې د درېو نورو تنو سره نقيب الله وژلی ؤ.

دغه مقابله په ۱۳م جنورۍ شوې وه، او د نقيب د وژنې مقدمه په راؤ انوار او هغه سره ملګرو پوليسو باندې درج کړی شوې او راؤ انوار اوس سره د ملګرو پټ دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG