لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زرګونو پښتانه وایي نور پخپله نسل کشۍ غلي نه کښیني


په پاکستان کې دپښتنو دنسل کشۍ د ودرؤلو غوښتنې زور نیولی اؤ دامهال پلازمینې اسلام اباد ته دقبائیلي سیمو اؤ خیبرپښتونخوا نه په زرګونو مظاهره چیان یوازې ددې غوښتنې په اساس ورټول شوي چې ریاست دې نور په بېګناه ډول د پښتنو د وژنې نه لاس واخلي.

دغه په زرګونو مظاهره چیان چې نن یې په اسلام اباد کې د احتجاج دریمه ورځ پیل شوې وایي تر هاغه وخته به داسلام اباد نه، نه ځي چې ترڅو ورته دپښتنو دنسل کشۍ ودرؤلو،کراچۍ کې دپولیس په لاس دوژل شوي پښتون زلمي نقیب د قاتلانو په دار د ځړؤلو اؤ د ټول نیول شوؤ بېګناه پښتنو د پریښودلو باور نه وي ورکړل شوی.

داسلام اباد ترڅنګ په یو وخت دپښتنو دنسل کشۍ په ضد غږ د قبائیلي سیمو څخه هم پورته شوی اؤ پرون د پوځ دکلک نظارت لاندې قبائیلي سیمه جنوبې وزیرستان واڼا کې هم یو شمیر قبائیلي زلمو په سړکونو احتجاج کړی اؤ دپښتنو دنسل کشۍ ودرؤلو غوښتنې یې کړي دي.

خو داسلام اباد په احتجاج کې برخه لرونکي زلمي اؤ دټولنیزو رسنیو فعالین بیا وایي چې دپاکستان میډیا دپښتنو په دې احتجاجونو سترګې پټې کړي دي اؤ هاغه شان پام یې ورته نه دی کړی لکه په اسلام اباد کې چې یې په تیرو وختونو کې د طاهرالقادري،عمران خان اؤ تحریک لبیک احتجاجونو ته کړی ؤ.

شمیرې ښایي چې دپاکستان دننه دترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې په زرګونو پښتانه وژل شوي، د۴۰ لکو نه زیات بې کوره شوي، دهغوئ کورونه، حجرې،جوماتونه،مکتبونه،سړکونه اؤ روزګارونه په دغه جنګ کې تباه شوي دي.

داولسي تحریک سازمان مشر اؤ وتلي څیړنکار ډاکټر سیدعالم محسود ډیوه ویب پاڼې ته ویلي اوس هاغه وخت نه دی چې ریاست به بېګناه خلک وژل اؤ چا به له ویرې غږ نه شو کولی بلکې اوس د نوي کهول زلمي رابیدار شوي اؤ اسلام اباد نه پښتنو سره د روان ظلم جواب غواړي.

هغه وویل ټوله نړۍ پوهیږي چې پښتانه ترهګر نه دي بلکې د ترهګرۍ په دغه جګړه کې تر ټولو زیات ځپل شوی قام دی خو بیا هم ورځ تر ورځه دپښتنو زلمو د وژنو لړۍ غځیږي اؤ دظلم دپاسه ظلم دادی چې بیا ورته لکه دنقیب مسید پشان د ترهګر نوم هم ورکول کیږي.

نقیب مسید دجنوبې وزیرستان سره تعلق لرونکی زلمي ؤ چې کراچۍ کې یې خواري مزدوري کوله اؤ په ۱۳مه جنورۍ پولیسو د دریوؤ نورو کسانو سره یو ځایې په یوه نقلي مقابله کې دترهګرو په نوم وژلی ؤ.

وروستو د پولیسو پلټنو کې نقیب مسید بېګناه اؤ د پولیسو دغه مقابله جعلي ګرځول شوې وه

ډاکټر سیدعالم مسید وایي “دپښتنو په ضد د ریاست بې انصافیو دپښتنو زلمو سترګې غړولي اؤ دوئ نور څوک د ټوپک اؤ‌زندان په نوم نه شي ویرولی”

په سوشل میډیا زیاتو پښتنو د پاکستاني میډیا په روئیو سخت ټکونه کړي خو هغوئ خوښي هم په دې خبره ښکاره کړې ده چې میډیا توجو نه ده ورکړې نو په سوشل میډیا یې خپل احتجاج د ټولې نړۍ سترګو ته رسولی دی.

دفضل ودودو صافي په نوم د ټولنیزو رسنیو یو فعال دپاکستان دګڼو ورځپاڼو عکسونه په فیس بک خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي چې اسلام اباد کې په زرګونو پښتانه په احتجاج بوخت دي خو ورځپانو دنهال هاشمي په نوم دیو سینیټر زندان ته د لیږلو خبر ته تر لویې غټ مقام ورکړی دی.

داسلام اباد په احتجاج کې برخه لرونکي مظاهره چیان زیاتې نعرې شعارونه د پوځ په ضد ورکوي اؤ ځینې څیړونکي وایي دپاکستاني میډیا لخوا دغه احتجاج ته د پام نه ګرځولو عمده علت هم دپوځ په ضد دمظاهرینو نعره بازي ده.

خو دقیصر اپریدي په نوم یو وتلي شاعر،نقاد اؤ صحافي بیا په فیس بک اعلان کړی چې هغه ترعمره دپاکستاني ورځپانو دکتلو نه داحتجاج په ډول ډډه وکړي ځکه چې دنقیب مسید په وژنه کیدونکي احتجاج یې له پامه غورځولی

خو پرون د نیازبین ملنګ په نوم یو تن په فیس بک “ولیکل د وردۍ په ضد دشعارونو نه ورکولو په شرط دپاکستان میډیا تیاره شوه چې ددغه احتجاج کوریج وکړي”

په دغه احتجاج کې برخه لرونکي فعالین په هاغو پښتنو سیاسي مشرانو هم په سوشل میډیا جوختې نیوکې کوي چې تر اوسه دغه احتجاج کې دبرخې اخستو دپاره اسلام اباد ته نه دي ورغلي

په اسلام اباد کې دنبشنل پریس کلب مخې ته دزرګونو مظاهره چیانو دغه احتجاج دتیرو دریوؤ ورځو راهسې دوام لري اؤ غوښتنې کوي چې د پښتنو نسل کشي دې بنده کړی شي، نقيب الله مسيد ته دې انصاف ورکړی شي، د نقيب الله مسيد په وژنه کې ککړخلک دې تېزندي کړی شي. په کراچۍ کې د پښتنو د عدالت پرته (ماورای عدالت) وژنو د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي

همدغه راز دغه مظاهره چیان وایي چې لا درکه کړی شوي خلک دې عدالتونو ته وړاندې او بېګناه دې خوشي کړی شي. قبايلي علاقو او څېرمه پرتو سیمو کې دې ښخ کړی شوي ماينونه پاک کړی شي. او په وزيرستان کې دې نور د کرفيو لګولو او خلکو زورولو لړۍ ودرول شي

خو تر اوسه دپاکستان کوم لوړ پوړي حکومتي یا امنیتي چارواکي ددغو مظاهرینو غوښتنې ته دغوږ نیولو په تړاؤ خپل نظر نه دی څرکند کړی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG