لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو د احتجاجي پرلت پينځمه ورځ_چا ورسره درد شريک کړو؟


په پلازمينه اسلام اباد کې د پښتون لاریون د احتجاجي پرلت نن پينځمه ورځ ده، او مشران او ګډون وال يې وايي د غوښتنو منلو پورې هم په احتجاجي پرلت ناست وي.

د پښتون قامي جرګې احتجاجي پرلت ته د سياسي ګوندونو مشران، د مدني ټولنې فعالان اوخبريالان ورځي، په پرلت ناستو سره خواخوږي کوي او دوي ته د ملاتړ باور ورکوي.

د عوامي نيشنل ګوند په ټويټر ليکل شوي،" د ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان به نن د پښتون لاريون په ناسته کې ګډون کوي، هغه د بلوچستان د سفر لنډولو پرېکړه کړې او نن د (دوشنبې، ګل) په شپه به احتجاجي پرلت ته ورسي".

تراوسه پورې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د پښتون لاريون احتجاجي پرلت ته ورغلي او د خواخوږۍ او ملاتړ باور يې ورته ورکړی دی.

پرون د دوشنبې، اتوار په ورځ ياد خبريال حامدمير هم دغلته ورغلی او په پرلت ناستو خلکو ته يې وېنا کړې هغه وويل، "دا احتجاجي ناسته نه يواځې د نقيب مسيد د وژنې دپاره ده بلکې د پاکستان د هر مظلوم دپاره احتجاج دی بايد د ټول پاکستان مظلومه قوميتونه د دې احتجاجي پرلت برخه جوړ شي".

هغه وويل "يو د نقيب الله مسيد قاتل راؤ انوار دی چې مونږ ته مالوم دی او بل تن چې (پخوانی پوځي صدر) پروېزمشرف نوم يې دی بهر ناست دی هغه د زرګونو قبايلو قاتل دی هغه دې هم بيرته راوستل شي او عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي".

د شنبې، خالي په ورځ د مسلم ليګ ن د حکومت وزير مملکت طارق فضل چوهدري هم احتجاجي ناستې ته ورغلی او دوي ته يې ويلي وزيراعظم رالېږلی او د دوي غوښتنې به هغه ته ورسوي.

په احتجاجي پرلت ناست خلک پينځه غوښتنې لري.

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي

٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي

٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي

۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو کرفیو (ګرځ بندیز) نه لګول کیږي

٥ ـ په فاټا کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړی شي

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی د عوامي نيشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مشر محسن داوړ چې د لمړۍ ورځې نه د احتجاجي لاريون او ناستې ملګری دی ډيوه ريډيو ته يې وويل، "دلته اوس په احتجاجي ناسته کې نه يواځې د وزيرستان او قبايلي سيمو خلک راغلي دي بلکې د خېبرپښتونخوا، کوټې او کراچۍ نه هم د زرګونو په شمېره کې خلک راغلي او ناست دي".

هغه وويل په احتجاجي پرلت د ناستو خلکو جذبې تاندې دي او څو پورې چې د دوي غوښتنې نه وي منل شوي په پُرامنه ډول به ناستې ته دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG