لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د جګړې حل لاره پوځي نه ده، عباسي


د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي د افغانستان د اوږدې مودې جګړې حل لاره پوځي نه ده، او څو پورې چې ټول فريقېن د سولې په خبرو کې نه وي شامل نوموړي د ډېر لږ پرمختګ کېدو خبرداری ورکړی دی.

بلومبرګ خبري ادارې سره په خبرو کې عباسي د امريکايي صدر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د پوځ په سېوا کولو چې د دغه هېواد د پوځ مرستې ورکړي د شک څرګندونه کړې ده.

خو نوموړي ويلي اسلام اباد تيار ؤ چې د طالبانو سره د خبرو په لړ کې د مينځګړي په توګه مرستې وکړي، په پاکستان تور دی چې طالبان يې روزلي دي.

عباسي ويلي، "اخر کې به افغانان خبرو ته کښېني".

د امريکې او افغانستان اړيکې د تېر کال راهسې ترينګلې او امريکا په پاکستان تور لګوي چې د هغو ترهګرو ډلو پرضدغوڅ عملیات نه کوي کومې ډلې چې په افغانستان کې بريدونه کوي.

د امريکې صدر ټرمپ د روان کال په لمړۍ ورځ خپل ټويټ کې ويلي ؤ، "پاکستان په تېرو ۱۵ کلونوکې د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستې او بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ترهګرو ته يې ځالې ورکړی دي".

عباسي امريکايي تورونه رد کړي او د نومبر په مياشت کې افغانستان ته د طالبانو او د حقاني شبکې د ۲۷ ترهګرو سپارلو په اړوند يې ويلي دا د زندانيانو "د معمول" تبادله وه او زياته کړې يې داسې هيڅ ثبوت نشته چې پاکستان په افغانستان کې د تندلارو وسله والو په شا ولاړ دي.

هغه ویلي " دا افغانان وګړي په پاکستان کې نيول شوي دوي په پاکستان کې په بریدونو کې لاس نه درلود ګنې دوي به دلته محاکمه شوي وو ځکه دوي مونږ افغانستان ته وسپارل".

خو وروستو د افغانستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس برمک دعوه کړې وه چې پاکستان ورته د نومبر په میاشت کې دحقاني شبکې او طالبانو د ترهګرو په نوم کوم کسان سپارلي وو هغه ټول په پاکستان کې مېشت عام کډوال وو، خو پاکستان بيا هم ټينګار کړی چې دغه کسان د حقاني شبکې او طالب ترهګر وو.

عباسي ويلي د پاکستان سره د امريکا پوځي مرستې ډېرې کمې وې او تراوسه پورې یې په اربونو ډالره نه دي اخستې هغه ويلي پاکستان د امريکا د سپلايۍ لارې په بندولو غور نه کوي.

هغه ويلي امريکا سره یې استخباراتي مرستې اوس هم دوام لري.

د امريکا او ملګرو ملتونو لخوا ترهګر ګرځول شوي حافظ سعيد په اړوند عباسي ويلي " مونږ سره د هغه پرضد کوم تور نشته".

حافظ سعيد په کال ۲۰۰۸م کې په هند کې د ممبۍ بريدونو مرکز کردار ګڼل کيږي.

XS
SM
MD
LG