لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ګلګت بلتستان کې سي پېک ته د هند نه خطره ده، پاکستان


د پاکستان د کورنو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د هند استخباراتي اداره (را) په ګلګت بلتستان سيمه کې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په تاسيساتو بريدونه کولی شي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د کورنو چارو وزارت د ګلګت بلتستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې پکې د هند لخوا د سي پېک پروژې په تاسيساتو او ځانګړي ډول پلونو د بريدونو وړاندوينه شوې ده.

ځينې راپورونو ليکلي هند د لسګونو په شمېره کې مسلمانان ځوانان افغانستان ته لېږلي چې هلته يې روزنه وشي او د سي پېک پروژې په مهمو تاسيساتو د بريدونو تياری وکړي.

خو د ګلګت بلتستان د کورنو چارو سېکتر جواد اکرم وايي دغه ډول لارښوونه د معمول ترمخه کيږي هغه د تازه خبرداري په اړوند د تفصيل ويلونه ډډه وکړه ، او ډيوه رېډيو سره په خبرو کې نوموړي د لارښوونې په اړه وويل،

"دا د معمول لارښوونه ده دغه شان په پنجاب کې هم ده او د کومو لارو نه چې د قراقرم دپاره لار تېريږي ټولو صوبو ته اړونده استخباراتي دغه شان لارښوونه کړې او دا د معمول خبره ده".

په سيمه کې د امنيت دپاره پورته کړی شوؤ ګامونو په اړوند ښاغلي اکرم زياته کړه، "د امنيت دپاره د وړاندې نه ګامونه پورته کړی شوي دي مونږ چمتو يو او د ضرورت په وخت خپل امنيتي ګامونه نور هم سېوا کولی شي".

راپورونه وايي جواداکرم د شنبې، خالي په ورځ د ګلګت بلتستان د پوليس مشر صابراحمد سره ديامير ضلعې سفر کړی او هلته يې د قراقرم سړک د امنيت جاج اخستی دی.

صابر احمد د ګلګت، ديامير او بلتستان پوليسو ته لارښوونه کړې چې د ممکنه ترهګرۍ په ترڅ کې په حالاتو ټينګ نظر ساتي.

پوليس ادعا کړې دوي د هندي استخباراتي ادارې په مرسته د سي پېک په پروژه د ګوزار کولو يو پلان ناکامه کړی او د بلاوارستان نيشنل فرنټ په نوم ډلې ۱۲ غړي يې سره د وسلو نيولي دي.

راپورونه وايي حکومت د سيمې د خوندي کولو په موخه د ساتنې د ځانګړي څانګې دپاره د ۷۰۰ سرتېرو ګمارلو منظوري هم ورکړې ده.

پاکستان د سي پېک په نوم پروژه د ګېم چېنجر په نوم يادوي چې دې سره به د سيمې او په ځانګړي ډول د پاکستان قسمت بدل شي، او دپاکستان واکمن وخت په وخت دا ادعا هم کوي چې هند نه غواړي د سي پېک پروژه کاميابه شي.

XS
SM
MD
LG