لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پښتون دې په خطرناک قدم اوچتولو مجبور نکړی شي"، اسفندیار ولي خان


اسلام اباد کې د پښتون لاريون احتجاجي پرلت ته د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان، د جمعيت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب خان شېرپاؤ ورغلي او دوي ته يې د ملاتړ باور ورکړی دی.

د دوشنبې، ګل په ماسخوتن اسفنديار ولي خان په احتجاجي پرلت ناستو خلکو ته په وېنا کې وويل "چې چرته په پښتون ظلم کيږي عوامي نيشنل ګوند به ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي ځکه مونږ په پښتون او پښتونولۍ وهل خوړلي دي" او بيا به هم په پښتون ودريږو.

هغه وويل" عجيبه خبره ده مرم هم زه او پړ هم زه، دا اصول به نه چليږي".

د ملک واکمنو ته په مخاطب کولو سره هغه وويل، "زه درته واېم نن که دې خبره وکړه حل به يې راووځي خدای مه کړه چې د خلکو د صبر پېمانه راډکه شي بيا ته راځې خبره کوې او دوي درسره خبره نه کوي نو بيا دې د دې ملک خداې محافظ شي".

هغه وويل "فاټا د پاکستان برخه ده استوګن يې پاکستانيان دي پاکستان يې وګڼئ او که تاسو يې نه ګڼئ نو دلته اوس اعتدال پسند مشران ناست دي او که سبا انتهاپسند مشران راغلل بيا به يې ځواب نشئ کولی".

نوموړي زياته کړه په ملک کې "زما (پښتون) شناختي کارډ ولې بنددی او چې ماله شناختي کارډ نه راکوي د دې مطلب دا دی چې دوي پښتون پاکستانی نه ګڼي او چې نه يې ګڼي نو پښتون دې داسې قدم ته مجبور نکړی شي چې خطرې ترې جوړې شي".

اسفنديار ولي خان د احتجاجي پرلت ناستو ته باور ورکړو او وې ويل، "زما درسره وعده ده او باور درکوم چې تر کومې پورې تاسو ناست يې ستاسو مسلې نه وي حل شوي تر هغې پورې به د سرې جهنډې هر ملګری ستاسو سره ملګری وي".

هغه وويل دا حکومت بې حسه دی چې د دومره پُرامنه خلکو تپوس له تراوسه پورې رانغلو، هغه د احتجاج کوونکو غوښتنې تکرار کړې او د منلو غوښتنه يې وکړه.

د پښتون لاريون په احتجاجي پرلت ناست کسان دغه پينځه غوښتنې کوي.

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي

٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي

٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي

۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو کرفیو (ګرځ بندیز) نه لګول کیږي

٥ ـ په فاټا کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړی شي

د جمعيت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب خان شېرپاؤ هم احتجاج کوونکو له ورغلي او دوي ته يې د کلکې ملګرتيا باور ورکړی دی، دوي هم غوښتي چې د احتجاج کوونکو ټولې غوښتنې جايز دي حکومت دې يې ومني.

د احتجاجي پرلت د ناستو مشرانو په وېنا نن د سه شنبې، نهې په ورځ ورته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزۍ او د سترې محکمې پخواني مشر قاضي افتخار محمد چوهدري هم ويلي چې هغه بې ملاتړ له ورځي.

د دوشنبې، اتوار په ورځ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم احتجاجي پرلت ته ورغلي او دوي ته یې د ملاتړ باور ورکړی ؤ.

نن د احتجاجي ناستې شپږمه ورځ وه او مشران يې وايي چې څو پورې يې غوښتنې نه وي منل شوي ترهغې به په اسلام اباد کې ناست وي.

د شنبې، خالي په ورځ حکومتي وزير طارق فضل چوهدري احتجاجي ناستې ته ورغلی او دوي ته یې ويلي ؤ وزيراعظم رالېږلی او د دوي غوښتنې به هغه ته ورسوي.

خو په پرلت ناست مشران وايي د هغې وروستو ورته د حکومت لخوا کوم ځواب نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG