په اسلام اباد کې ناستو احتجاج کونکو پښتنو نه نن چې دا پوښتنه وشوه چې ایا د هغوی احتجاجي غونډې ته کوم کشمیری، پنجابی، فلسطینی یا روهینګیایی ورغلی نو ناستو خلکو په یو غږ وویل چې نه.
دا پوښتنه د مدني ټولنې منلي او وتلي شخصیت ډاکټر سید عالم محسود په خپله وینا کې کړې.
احتجاج کونکي پښتانه له وړاندې نه په دې هم ګیله من دي چې د پاکستان شخصي او حکومتي میډیا یې خبر نه اخلي.
ډاکټر سید عالم محسود دغه پوښتنې ځکه کړي چې د اکثرو کشمیر پلوو مذهبي ګوندونو او ډلو مشران د خیبرپښتونخوا صوبې دي او د کشمیر، فلسطین، او د روهینګیا د حقونو لپاره وخت په وخت ناسې او غونډې کوي.
دا وخت هم د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د پارلمان د کشمیر کمېټې مشر دی او د مرکزي وزیر په څېر حکومتي واک او اختیار لري.