لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم سره د ليدو باوجود د پښتون لاريون احتجاجي پرلت دوام لري


په اسلام اباد کې د پښتون لاريون د احتجاجي پرلت يو مشر منظور احمد پشتين وايي څو پورې چې د دوي د غوښتنو په منلو عملي ګامونه نه وي پورته کړی شوي احتجاجي پرلت به دوامداره ساتي.

منظور دغه خبره نن د چهارشنبې، شورو په ورځ په داسې حال کې کړې چې تېره شپه د احتجاجي پرلت ۱۵ کسيزه جرګې د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي سره ليدلي او هغه ورته د غوښتنو منلو ډاډ ورکړی دی.

خو منظور پشتين ډيوه رېډيو سره خبرو وويل " تش ډاډ نا، دوي غواړي چې د غوښتنو منلو پوره يقين ورته ورکړی شي او عملي ګامونه واخستی شي کنه دوي به په احتجاجي پرلت ناست وي".

هغه زياته کړه وزیراعظم له په جرګه کې زيات هغه خلک ورغلي چې د جنوبي وزيرستان څخه د لاريون ملاتړ له راغلي وو، ځکه دوي به د احتجاجي پرلت د راتلونکې په اړوند غوڅه پرېکړه د پښتون لاريون د مشرانو سره په صلاح کوي.

نوموړي زياته کړه دوي سره تل په خله وعدې شوي چې غوښتنې به يې ومنل شي خو تراوسه ورسره شوؤ وعدو کې يوه نه ده عملي شوې.

د نوبېل جايزه ګټونکې د تعليم نړيوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ هم په اسلام اباد د پښتون لاريون په پرلت د ناستې ملاتړ کړی دي.

ملاله يوسفزۍ په ټويټر ليکلي، "زه په اسلام اباد کې د روانې پرامنه احتجاجي ناستې سره د يو والي څرګندونه کوم او وزيراعظم، د پوځ سرلښکر او د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ته خواست کوم چې په سمدستي ډول د قبايلي سيمو او فاټا د خلکو د رښتونو غوښتنو خبر (نوټس) واخلي".

تېره شپه د مسيدو قبايلي ۱۵ کسيزه جرګې د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره ليدلي او وزيراعظم دوي ته د دويې د غوښتنو منلو ډاډ ورکړی ؤ.

وزيراعظم جرګې ته ويلي د نقيب مسيد وژونکي به ونيسي، حکومت به د نقيب مسيد په نوم وزيرستان کې کالج جوړ کړي او د وزیرستان څخه د پوځي عملياتو نه بې کوره شوؤ خلکو د کورونو بيا جوړولو دپاره به هڅې پېل کړي.

د ډېره اسماعيل خان نه اسلام اباد ته راغلي پښتون تحفظ لاريون د روانې مياشتې په لمړۍ نېټه د نيشنل پرېس مخې ته احتجاجي ناسته پېل کړې او پينځه غوښتنې لري.

غوښتنې:

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي

٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي

٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي

۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو ګرځبندیز (کرفیو) نه لګول کیږي

٥ ـ په فاټا کې دې ځمکني ښخ کړي بمونه (ماینونه) صفا کړی شي

اسلام اباد کې احتجاجي پرلت ته د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، قامي وطن پارټۍ، جمعيت علمااسلام ف، جماعت اسلامي او تحريک انصاف مشران ورغلي او دوي ته يې د ملاتړ باور ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG