لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین کراچۍ کې دخپل وګړي وژنه غندلې ده


چین د روانې اوونۍ په پیل کې دپاکستان کراچۍ ښار کې د خپل یو وګړي د وژنې غندنه کړې ده اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې پاکستان به خپله خاوره کې دمیشت چینایي وګړو دخوندیتوب دپاره نور ګامونه هم واخلي.

د کراچۍ په زمزمه سیمه کې د تیرې دوشنبې په ورځ د چین یو وګړی چیګ ژوکي د نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوی ؤ.

پولیسو دغه وژنې ته د هدفي وژنې نوم ورکړی ؤ خو په پاکستان کې هیڅ یوې ډلې ددغه وژنې پړه په غاړه نه ده اخستې .

دچین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند چینګ ژوانګ دخپل دغه وکړي وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده اؤ ویلي یې دي چې هیواد یې په وضعیت جوخت نظر ساتلی دی.

دچین ویاند ویلي دپاکستان پوځ اؤ حکومت دترهګرۍ په ضد سنجیده ګامونه اخستي چې چین یې ملاتړ کوي خو ورسره دا هیله هم لري چې پاکستان به خپل هیواد کې دمیشت چینیانو د تحفظ باوري کولو دپاره نور ګامونه هم واخلي.

له دې وړاندې تیرکال د دسمبر میاشت کې چین پاکستان کې میشته خپلو وګړو ته د ممکنه بریدونو څخه دبیدار اوسیدو خبرداری ورکړی ؤ.

دچین سفارتخانې پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې پاکستان کې یې دچین په وګړو اؤ ادارو د بریدونو دپلان په هکله معلومات ترلاسه کړي ځکه نو دچین وګړي باید بیدار اوسي.

تیرکال د جون په میاشت کې دپاکستان دبلوچستان ایالت سرښار کوټې څخه دوه چینایي استاذان تښتول شوي اؤ بیا وژل شوی وؤ چې پړه یې ترهګرې ډلې داعش په غاړه اخستې وه .

دا مهال چین پاکستان کې د اقتصادي لارې سي پیک سره په تړلو پروژو خواؤ شا ۶۰ رابه ډالر لګوي

XS
SM
MD
LG