لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبنګله دیش پخوانۍ وزیراعظمې خالده ضیاء ته د پینځوؤ کالو دبند سزا


دبنګله دیش یوې سیمه ییزې محکمې ددغه هیواد پخوانۍ صدراعظمې اؤ دبنګله دیش نشنل ګوند مشرې خالده ضیاء ته دیتیمانو ماشومانو دښیګړې دسازمان پنګو کې په غبن ثابتیدو د پینځوؤ کالو دبند سزا اورؤلې ده.

د فرانسیې خبري اژانس ای ایف پي دراپور په اساس دغه سزا هغې ته د سیمه ییزې محکمې قاضي محمد اختر الزمان وروسته له هغې اورؤلې چې لګیدلی تور پرې ثابت شو.

دوه ځله د بنګله دیش د صدراعظمې په توګه پاتې شوې خالده ضیاء باندې تور ؤ‌ چې چې د یتیمانو ماشومانو دپالنې دپاره د جوړ کړل شوي سازمان دپنګو څخه یې دوه لکه اؤ ۵۲ زره ډالرغبن کړي دي.

پخوانۍ وزیراعظمې دځان په ضد لګول شوي ټول تورونه رد کړي‌ اؤ ویلي یې دي هغې د یوې پیسې غلا هم نه ده کړې بلکې دسیاسي موخو دپاره هغه بندنامولی شي.

راپور وایي د محکمې لخوا خالده ضیاء ته د بند دسزا اورؤل کیدو وروسته پلازمینه ډهاکه کې دامنیتي ځواکونو اؤ‌خالده ضیاء دپلویانو ترمینځ نښتې هم شوي دي.

د فیصلې اورؤلو په وخت په پلازمینه کې سخت حفاظتي تدابیر نیول شوي وؤ اؤ ځایې پځایې امنیتي ځواکونه ولاړ وؤ.

د خالده ضیاء پلویانو تور لګولی چې ددسمبر په میاشت کې عامې ټولټاکنې روانې دي اؤ موجوده صدراعظمې شیخ حسینه واجد په دغو ټولټاکنو کې دخالده ضیاء دمخې نیولو په خاطر دهغې په ضد محکمه دغه پریکړې ارؤلو ته اړ ویستې ده.

دمحکمې دپریکړې نه یوه ورځ دمخه خالده ضیاء مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې دمحکمې دلارې دهغې دسیاست دمخې نیولو هڅې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG