لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتون پرلت په ملاتړ دکابل ځوانان سړکونو ته وتلي


کابل لاریون
کابل لاریون

اسلام اباد کې دپښتنو د روان پرلت په ملاتړ نن دجمعې په ورځ دکابل په لسګونو ځوانان سړکونو ته وتلي اؤ پاکستان په ضد یې کلک شعارونه ورکړي دي.

دکابل لاریون کوونکو د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې پاکستان باید دترهګرو هیوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې دتیرو نهمو ورځو راهسې په زرګونو پښتانه ځوانان اؤ میرمنې په دغه هیواد کې دپښتنو دنسل کشۍ په ضد په احتجاج بوخت دي اؤ غوښتنې لري چې دپښتنو په وژنو کې ککړ امنیتي چارواکي دې محکمې ته راکش کړل شي.

د افغانستان دخبري اژانس پژواک د راپور له مخې د اسلام اباد دپرلت په ملاتړ د نن دکابل په لسګونو ځوانانو لاریون کړی اؤ پاکستان یې دیو ترهګر هیواد په نوم یاد کړی دی.

پژواک وایي دکابل لاریون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې قبايلي پښتانه په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او ددې وضعيت د مهارولو لپاره دې قبايلي سيمو ته نړيوال سوله ساتي ځواکونه واستوي.

ددغه لاریون راجوړونکو پخپل یو پریکړه لیک کې ویلي هغوئ دقبائیلي پښتنو دټولو غوښتو کلک ملاتړ کوي اؤ دجنګي جرمونو نړیوالې محکمې څخه غواړي چې پاکستان کې د پښتنو دنسل کشۍ مخه ونیسي.

پریکړه لیک کې تور لګول شوی چې قبائیلي پښتانه د طالبانو اؤ پوځ لخوا وژل کیږي ځکه نو ملګري ملتونه دې دپاکستان قبائیلي سیمو ته خپل سوله ساتي ځواکونه ولیږي.

دافغانستان حکومت لا په رسمي ډول داسلام اباد دپرلت په اړوند خپل نظر نه دی څرګند کړی خو ددغه هیواد دسولې دعالي شورا اجرائیه رئیس محمد اکرام خپلواک اؤ په واشنګټن کې دافغانستان سفیر تیره ورځ په ټوئټر د اسلام اباد د پرلت نه خپل ملاتړ اعلان کړی ؤ.

له دې وړاندې پرون هم په کابل کې داسلام اباد دپښتون پرلت په ملاتړ یوه درنه غونډه شوې وه اؤ دغونډې برخه والو داسلام اباد په پرلت بوختو پښتنو سره خپل پیوستون اعلان کړی ؤ.

په اسلام اباد کې دپښتنو پرلت نن دجمعې په ورځ نهمې ورځې ته ننوتلی خو تر اوسه پاکستاني چارواکو په پرلت دبوختو پښتنو غوښتنې نه دي پوره کړي.

په پرلت کې برخه لرونکې ښځې اؤ سړي هوډ ښکاره کوي چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغې به د اسلام اباد څخه نه پورته کیږي.

ددغه پرلت برخه وال پینځه اساسي غوښتنې لري چې کراچۍ کې دپولیسو جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید دې دسزا دپاره محکمې ته وړاندې کړل شي، تراوسه چې څومره پښتانه نقلي مقابلو کې وژل شوي دهغوي د وژنو قضایي پلټنې ې وکړل شي، قبائیلو سیمو نه دمائنونه وویستل شي اؤ دغلته دې دهرې پيښې وروسته له کرځید بندیز لګول کیدو څخه ډډه وکړل شي.

ددغو غوښتنو په پلوئ دپاکستان دګوټ ،ګوټ نه په زرګونو کسان دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ورغونډ شوي خو په ټولنیزو رسنیو هم د ټولې نړۍ نه ددغو پښتنو په حق کې پرله پسې غږونه پورته کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG