لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين: "د ايي اېس ايي مشر راته وويل دپښتون لاریون څخه په نړۍ کې ملک او پوځ بدناميږي"


منظور پښتون په اسلام اباد کې د پښتون لاریون مشر

د پښتون لاريون پای ته رسېدو وروستو منظور احمد پشتين وايي "د ايي اېس ايي مشر راته ويل احتجاجي ناسته ختم کړئ د دې لارې د نړۍ په وړاندې د ملک او پوځ بدنامي کيږي".

د لس ورځني پښتون لاريون ختمولو وروستو د لاريون ځوان مشر منظور پشتين په خپله ۳۶ دقيقو (منټونو) ويډيوې خبرو کې وايي د احتجاجي ناستې په وخت مو مذاکراتي خبرو کې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرال نويدمختار ته "ټولې غوښتنې د هغه په وړاندې کېښودې اوښکې مو ورته توې کړې هغه راته وويل که تاسو ته مونږ د بې درکه خلکو په اړه ليکل درکړو نو د رياست هغه(بدنامي) کيږي".

هغه وايي له دې وروستو "مونږ ته ځينې خبرې داسې هم شوي چې که پوځ يې مونږ سره په ليکلي بڼه وکړي لکه ماوری عدالت وژنې او بې درکه خلک، او که دا خبرې رياست ومنلې نو بيا دنيا کې چې دوي ته ترهګر ملک ويلی شي دا به په دوي مکمله ټاپه ولګي".

منظور وايي له دې وړاندې مو د ډي جي ايي اېس پي ار مېجرجنرال اصف غفور سره په ليدنه کې هغه ته وويل "چې پښتون نن هر سړی ترهګر بولي دا خو ته چې فلمونه خپروې په هغو کې پښتون ترهګر ښکاره کوې دا مو ورته مخامخ ووي چې د اولس شک دی راؤانوار د پاکستان ادارو پټ کړی دی د ماورای عدالت د وژنو مو ورته وويل چې ستا پوځ ،ستا ادارې او پوليس پکې لاس لري، د لاپته افراد خبرې مو ورسره وکړې".

هغه وايي په ځواب کې " هغه مونږ ته ځينې خبرې وکړې چې د دغه د هرنې (احتجاجي ناستې) په وجه د پاکستان د پوځ مورال لاندې راځي مونږ ته يې ټولې غوښتنې ومنلې او زمونږ په وړاندې يې جرنېلانو ته ټيليفونونه وکړه چې زیاتی به نه کوئ د دهماکې وروستو به خلک نه وهئ تاسو به ماينونه صفا کوي په چيک پوسټونو به زياتی نه کوئ".

وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره د ليدنې په اړه وايي،" وزیراعظم ته مې د خپل اولس غږ ورسوؤ او ورته مې وويل چې زما اولس ته ژوند ورکړه مرګونه یې بند کړه او که نه يې بند کوې مونږ مجبور يُو چې زمونږ او د بلوچو په مينځ کې فرق ورک شي څوک چې ستاسو په ضد راپاڅېدلي دي".

نوموړی وايي ما وزیراعظم ته "د پاکستان د ادارو نومونه واخستل چې اېم ايي او اي اېس ايي، پوځ او پوليس دغه کارونه کوي". هغه زياته کړه ما ليکل ځکه غوښته چې خلکو سره مې کومې وعدې کړي هغو ته يې ښکاره کړم.

منظور وايي "په نهمه جنورۍ د شپې راته د ليکلو راکولو وويل شو او د هغې سره راته خبرونه پېل شو چې کوم خلک بې درکه وود هغوي کورونو ته راتلل پېل شو او مونږ چې په احتجاجي ناسته کې د کومو بې درکه کسانو عکسونه لګولي وو يو يو به مو لرې کوو، او اخر کې دانيال پاتې ؤ او هغه هم کور ته راغلو او لګيدلي ټول عکسونه مو لرې کړه".

​د پښتون لاريون دپاره د ګردۍ نړۍ څخه په ټويټر پيغامونه هم ملاتړي ګرځيدلي لکه د افغانستان صدر اشرف غني او ضياالدين یوسفزۍ ټويټس چې پکې هغو د لاريون ملاتړ څرګند کړی دی.

منظور پشتين په خپلو خبرو کې هغه ټوله قيصه کوي چې "د ۲۰۱۷م په اکتوبر کې مو يو ځل اسلام اباد ته د لاريون اعلان کړی ؤ خو په شمکۍ علاقه کې يوه بده پېښه وشوه او د هغې نه وروستو د پاکستان پوځ په خلکو تشدد پېل کړو، په دغه تشدد کې يو د مور داسې زوی چې د ۱۸ کالو راهسې ناجوړه ؤ د مور په وړاندې يې په وهلو وهلو مړ کړو".

هغه واي"په جنورۍ ۲۰۱۸ کې په تحصيل سروکۍ کې دوه ماشومان په بم کې والواته مخونه يې وران شوي وواو دا ۷۸ م پېښه وه چې خلک په ماينونو کې ژوبل کېده بيا مونږ لږ احتجاج وکړو او بيا په ۱۶م جنورۍ د نقيب الله مسيد د وژنې پېښه وشوه، کنه مونږ د يکم فررۍ نه د احتجاج اعلان کړی ؤ"

منظور په خپلو خبرو کې د ډېره اسماعيل خان تر اسلام اباد پورې په لاره او احتجاجي ناسته کې د استخباراتي ادارو د ټيليفونو او تکليفونو حال وايي او زياتوي حکومت سره يې د يوې مياشتې وخت ټاکلی که منل شوې غوښتنې يې عملي نشوې بيا به اسلام اباد ته ډېر غټ لاريون کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG