لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او قانون پوهه عاصمه جهانګير په حق ورسېده


عاصمه جهانګير

پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او تکړه قانون پوهه عاصمه جهانګير د ۶۶ کالو په عمر کې په حق ورسېده.

د عاصمه جهانګير کورنۍ د هغې د مړينې پخلی کړی او ويلي يې دي هغې ته تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله شخصي روغتون ته وړل شوې او نن د يکشنبې، اتوار په ورځ يې ساه ورکړه.

د عاصمه جهانګير خبریالې لور منېزی جهانګیر په ټويټر د مور په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي د جنازې اعلان به يې وروستو کوو.

​عاصمه جهانګير پاکستان کې د بشري حقونو د سازمان او د پاکستان سپريم کورټ بار مشره پاتې شوې ده.

قانون پوهان، د بشري حقونو فعالان او سیاستمدار د عاصمه جهانګير مړينه په ځانګړي ډول د مظلومې طبقې دپاره غټ تاوان بولي.

پښتون قانون پوهه صلاح الدين ګنډاپور د عاصمه جهانګير په مړينه ډيوه سره په خبرو کې وويل،" دا وخت که په پاکستان کې د ښځو مسله وه، د خواري کښو مسله وه او يا د هغو خلکو چې پوليس يا نورو ادارو ورسره زياتی کوو دا د دغو خلکو اواز ؤ، دغه خلک د عاصمه جهانګير د مړينې سره بې اسرې او محرومه پاتې شو".

نوموړي وويل "د عاصمه جهانګير متبادل مونږ سره نشته او دغه رقم شخصيت په زمانه کې یو پېدا کيږي دهغې کمی پوره کېدل ګران دي.

وتلی خبریال حامدمير وايي د عاصمه جهانګير د ښځو د حقونو دپاره خدمات د هېرولو نه دي، هغې د بشري حقونو دپاره د ياد وړ ګامونه پورته کړي وو هغه يو ستر نوم او مړينه يې غټ تاوان دی.

بل پښتون قانون پوهه او ليکوال شاعر شمس بونیري په فېس بک پاڼه د عاصمه جهانګير په مړينه خپلې څرګندونې په دې ټکو کې کړي دي.

"اوهو دا خو ډيره لويه سانحه او حادثه وشوه ملګرو يقين اوکړئ د مور په مرګ او په دې مرګ يو شان خفه يم دبخښنې دسوال نه علاوه نور هيڅ نشم کولې دا دوه شعرونه دهغې دروح په نامه
د خټک غوندې د هر يو مظلوم رور وې
د جالب په شان دخوارو خلقو مور وې
عاصمه وې د عظمت ځلنده اور وې
ته بهادره زړه وره زما خور وې"

عاصمه جهانګير د تېر زيارت په ورځ اسلام اباد کې پښتون لاريون ته ورغلې او په خپله وېنا کې يې ويلي ؤ زه ګڼمه چې" پاکستان د پښتنو نه بغېر او پاکستان د باچاخان نه بغېر يو تنګ نظره پاکستان دی"، او "ماته افسوس دی چې څوک پښتون او بلوڅ بچي ته ترهګر وايي، زه د دغه خبرې غندنه کوم".

هغې ویلي ؤ "کومې قربانۍ چې پښتون د پاکستان دپاره ورکړي دومره پنجابي او سندهي نه دي ورکړي او څنګه چې پښتنو د سولې پېغام په داسې سيمه کې ورکړی چرته چې مونږ خلکو ته ټوپکې په لاسو کې ورکړي دي د دويې ډېرې قربانۍ دي".

هغې په خپله وېنا کې زیاته کړې وه چې " زه د بې شمېره هغو ماشومانو کېسونه کومه کوم چې د کلونو راهسې په سوات کې په پوځي مرکزونو کې پراته دي زه نه ګڼمه چې هغوي په غېر قانوني توګه په دغو مرکزونو کې اچول پکار ؤ هغه زمونږ بچي دي که غلطي يې کړې نو په هغو دې مقدمه وچلول شي خو د پوځي عدالتونو نه هغو ته د تېزندۍ د سزا زه خلاف يم".

هغې دا هم ويلي ؤ زه خبر يم چې کوم خلک بې کوره کړی شوي د هغو په کورونو د چا قبضه ده او حکومت يې تپوس هم نه کوي، هغې ویلي ؤ دا مسله اوس د پښتنو نه ده د ټول پاکستان ده.

هغې پښتون لاريون کوونکو ته په مخاطب کولو سره ويلي، " تاسو دردمند يې زه ستاسو خور يم او ستاسو سره غم شريکولو له دلته راغلې يم".

عاصمه جهانګير په ۲۷ جنوري ۱۹۵۲ کې په لاهور کې زېږېدلې وه، هغې په کال ۱۹۷۸م کې د پنجاب پوهنتون نه د قانون ډګري ترلاسه کړې او د وکالت په لمړو کلونو کې د هغه وخت د پوځي امر ضياالحق په ضد تحریکونو کې په سر کې پاتې شوه.

هغې زندانونه تېر کړي او د پاکستان رياست هغې ته د هغې د خدماتو په سر د هلال امتيازاو ستاره امتياز مډالونه هم ورکړي وو.

د پاکستان صدر ممنون حسېن، وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او د سياسي ګوندونو مشرانو د عاصمه جهانګير په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او د هغې مړينه يې غټ تاوان بللی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG