لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه کابل ته رسېدلی


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نن د سه شنبې، نهې په ورځ کابل کې د چيف اف ډيفنس په غونډه کې د ګډون دپاره کابل ته رسېدلی دی.

ايي اېس پي ار ويلي د پوځ مشر به د کابل په سفرکې د يو اېس سينټ کام مشر، افغانستان کې د بهرنو ځواکونو مشر اود افغانستان د پوځ مشر سره وويني.

د پاکستان پوځي مشر جنرال باجوه د کابل دا سفر په داسې حال کې کوي چې پاکستان د افغانستان په اړوند د امريکې لخوا د سخت فشار سره مخ دی.

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د تېر اګست په میاشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره اعلان کړې خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

او د روان کال په لمړۍ ورځ يې په خپل ټويټ کې ويلي ؤ " پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې ترلاسه کړي خو په بدل کې دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

له دغې وروستو امریکا د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولې وې.

امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې او نورو ترهګرو ته پناه ورکړې او د دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي او دريځ لري په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد بې طرفه عملیات کړي او وايي امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تور په پاکستان لګوي.

په عېن حال کې تېر څو ورځې وړاندې د افغانستان يو پلاوي د پاکستان سفر کړی او د پاکستان د بهرنو چارو دفتر وياند محمد فېصل د دغه سفر په اړوند ويلي ؤ، چې دواړه لوري په خبرو کې په ځينو مسلو موافقې ته رسېدلي خو نور کار هم پاتې دی.

په دغه سفر کې د افغان د پلاوي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي کړې وه، خو افغان خارجه وزارت ویلي د ترهګرو پټنځایونو، مالي مرستو او خوندي ځالو باندې لا هم د پاکستان پالیسي ښکاره نه ده او د دواړه هیوادونو تر مېنځه په اسلام اباد کې شوو خبرو اترو کې هیڅ پرمخ تګ نه دی شوی.

د افغانستان طلوع ټي وي د یو خبر تر مخه د افغانستان خارجه چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ویلي "مونږ تر اوسه د پاکستاني چارواکو لخوا څه کوټلي ګامونه نه دي لیدلي. او نه هم د وخت سره تړلي عملي ګامونو یا کاروایانو په اړه څه پرمخ تګ شوی. نه هم په راتلونکې کې د پاکستان سره په ګډه د کار کولو څه قسمه لوظنامه شوې ده".

له دغې وړاندې د جنورۍ په وروستۍ نېټه د افغان استخباراتو (ملي امنيت) مشر معصوم ستانکزۍ او د کورنيو چارو وزیر ويس احمد برمک د اسلام اباد سفر کړی ؤ.

افغان چارواکو دغه سفرونه په داسې حال کې کړي چې په وروستيو کې په کابل او نور افغانستان کې خونړي ترهګر بريدونه سېوا شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG