لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعاصمه جهانګیر جنازه لاهور کې شوې،نن خاورو ته سپارل کیږي


په پاکستان کې د تکړه قانوندانې اؤ دبشري حقونو دفعاله مبارزې میرمن عاصمه جهانګیر د جنازې نمونځ نن د سه شنبې په ورځ دلاهور په قذافي لوبغالي کې شوی اؤ ټاکل شوې ده نن هغه خاورو ته سپارل کیږي.

۶۶ کلنه عاصمه جهانګیر په یوولسمه فرورۍ د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شوې وه چې دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې دوتلو شخصیاتو ترڅنګ دبشري حقونو فعالینو اؤ سازمانو دهغې په مړینه خواخوږي ښودلی ده

دعاصمه جهانګیر دجنازې نمونځ کې دپاکستان د لوړپوړو دولتي ،سیاسي اؤ قضایي مشرانو ترڅنګ په لویې شمیر کې دعاصمه جهانګیر مینه والو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې ده عاصمه جهانګیر به نن د لاهور په بیدیا روډ سیمه کې هم دهغې په مینه (فارم هاؤس) کې خاورو ته سپارل سپارل کیږي

عاصمه جهانګیر د خپل مرګ نه څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې پښتون لاریون ته پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ چې” دپښتنو اؤ باچان نه پرته به پاکستان یو تنګ نظره هیواد وي”

عاصمه جهانګیر په ۲۷مه جنورۍ کال ۱۹۵۲م کې دپنجاب ایالت په لاهور ښار کې زیږیدلې وه اؤ دپنجاب پوهنتون څخه یې دقانون په برخه کې سند ترلاسه کړی ؤ.

هغه په پاکستان اؤ ټوله نړۍ کې دیوې وتلې قانوندانې ترڅنګ د بشري حقونو دیوې فعاله مبارزې په توګه پیژندل کیدله اؤ په پاکستان کې دپخواني پوځي امر جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ په مهال یې د ډیموکراسۍ دپاره کوټلې هلې ځلې کړې وې.

د امریت په ضد دغږ په پورته کولو میرمن جهانګیر په کال ۱۹۸۳ کې زندان ته هم اچول شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG