لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ضرب عضب وروسته میرامشا باید "د میرامشا مزار" ونومول شي


د پاکستان انګرېزي ورځپاڼې ډان "د میرامشا مزار" تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې، چې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته یې د میرامشا اوسنی زړه بوږنوونکی انځور وړاندې کړی دی.

لیکوال وایي د ژمي په دې ورځو کې وزیرستان هسې هم وچ وي، دوړې پکې بادېږي، ونې له پاڼو تشې وي او واښه خزان ځپلي ښکاري او ټوله سیمه د یوې غمجنې حماسې انځور وړاندې کوي، خو د پاکستاني پوځ وروستیو عملیاتو دا ښار نور هم په ویرانه بدل کړی دی.

د لیکنې لیکوال غلام قادر خان وایي، له ډېرو کلونو وروسته چې په تېرو ورځو کې میرامشا ته خپل کلي "درپه خېل" ته روان وو، نو وایي سړک نوی جوړ شوی وو، خو د پخوا په پرتله ورباندې ډېر لږ موټر لیدل کېدل، خو وایي شمالي وزیرستان ته تګ ډېر ګران دی، ځکه چې وایي که څوک نور هر څومره د پېژندنې کارډونه ولري، خو له "وطن کارډ" پرته خپلې سیمې ته هم نه شي تلای او پر چیک پوسټونو د تالاشۍ په مهال د مسافرو ډېر سپکاوی کېږي.

لیکوال وایي په پاړاچنار کې د شیعه-سني تر وروستۍ جګړې وروسته د میرامشا ابادي ډېره زیاته شوه او دا په فاټا کې ډېره خوشاله سیمه وه، چې وایي د ایف سي آر پر بندیزونو برسېره د هېواد د نورو سیمو خلکو په ازادۍ دلته روزګار کولای شوای، همدارنګه نیژدې کلیو، نورو ښارونو او افغانستان ته به هر وخت ټیکسي موټر او بسونه پکې موجود وو. له افغانستانه به د مېوو او لرګیو او د پاکستان له نورو ښارونو به د دوزارو د اوړو، خوراکي غوړيو او نور شیانو لارۍ له همدې لارې تېرېدلې او دا ځای به "میرانشا سرای" بلل کېده.

خو وایي له بده مرغه دا ښارګوټی اوس د لیدلو نه دی. بازارونه، کورونه او ګودامونه یې ویجاړ کړل شوي دي، حتٰی چې وایي ټوټې یې هم پاته نه دي او هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې پر خپلو مځکو وداني وکړي. وایي پرته له هغو ودانیو- چې حکومت د سړک پر غاړه جوړ کړي دي- نور هیڅ نه لیدل کېږي. کالجونه تړلي دي، پر موټرسایکلونو بندیز دی، برېښنا نه شته او موبایلونه هغه وخت کارول کېدای شي چې څه-ډېټا پکې نه وي. بېخي چوپتیا ده. لیکوال په افسوس لیکي، چې میرانشا – د ده د ماشومتوب جنت – نابود شوی وو.

د وزیرستان په اړه د (چیغه) په نوم د لیکل شوي کتاب دغه لیکوال په خپله لیکنه کې وایي، په میرامشا کې چې په وروستیو کلونو کې څه ویجاړۍ وشوې، هغه "د بیارغونې پروګرام" بلل کېږي. وایي حکومت هلته د دې لپاره څو کوچني پارکونه او مارکېټونه جوړ کړي دي، چې د ریاست د مځکې په نامه یې قبضه کړي.

لیکوال وایي خلکو ته چې د بیارغونې اجازه نه شته، د درپه خېل کلي اوسېدونکو میرامشا ته نیژدې په یوه خوړه کې جونګړو ته ورته کوچني کورونه جوړ کړي دي او پخې ودانۍ له دې ډاره نه جوړوي چې هسې نه بیا له میرامشا کډوالۍ ته اړ شي.

لیکوال وایي ده په میرامشا کې په خپل کور کې شپه ونه کړه، ځکه چې وایي واده خور یې له خپلې خسرګنۍ سره د دوی په کور کې اوسېدله او د هغوی خپل کور په ډنډي درپه خېل کې پوځ نړولی وو او د نړولو سبب یې هم څرګند نه وو او لیکوال په ډاډ سره وایي چې د هغوی کورنۍ له وسلوالو سره هیڅ تړاو نه درلود.

لیکوال وایي په ډنډي درپه خېل کلي کې د هغو کسانو- چې وسلوال وو- کورونه ویجاړ کړل شوي وو او کوم کورونه چې پاته وو، بامونه یې د هوایي څارنې لپاره ترې غورځول شوي وو. په کورونو کې هر څه تباه وو، څه چې سړیو [پوځیانو] نه وو تباه کړي، هغه باد الوځولي وو او هلته خلکو ته د بیرته ور ستنېدو لپاره څه پاته نه دي، حتٰی چې هغه واړه سامانونه او پسونه یې هم بایللي وو، چې ځوانانو یې د عربو په هېوادونو کې د تن په خولو ور ګټلي وو.

ورځپاڼه لیکي، میرانشا ته د پاکستاني پوځ تر پوځي عملیاتو وروسته ډېر لږ خلک ور ستانه شوي دي، چې وایي ډېر یې بیرته د ژوند د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله بیرته ځنې کډه شوي دي، خو هغه چې د کډو وس نه لري د حکومت مرستو ته په تمه دي، ځکه چې وایي هلته د روزګار هیڅ منصوبه نه شته، که څه نه څه شته هغه د ځایي انجوګانو مرسته دي چې له خلکو سره یې کوي.

د ډان لیکوال لیکي چې د مرامشا خلک ستونځې ګالي، خو څوک یې ږغ نه اوري. حکومت یواځې بنیادي کارونه کوي خصوصاً سړکونه جوړوي چې د صنعتي توکو له ټرانسپورټ سره مرسته وکړي او مالیه تر لاسه کړي، خو د خلکو ژوند ورته ارزښت نه لري. وایي د اسلام اباد وروستی احتجاج د دې محرومیت او ناهیلۍ ښه انځورګري وکړه.

لیکوال د خپل "ویجاړ وطن" په لیدو وایي، میرانشا ته تګ داسې وو لکه هدیرې ته چې تللی وي، ځکه چې وایي بیا رغول شوی، پاک شوی او پراخ شوی وو، خو له هیلو او خوشالیو تش وو. لیکوال وایي کله چې له مرامشا بیرته ستنېده نو حیران وو، چې دا ښار خو باید د میرامشا مزار" ونومول شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG