لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان لخوا دپښتون لاریون ملاتړ دپاکستان قار راپارولی


پاکستان ویلي چې دنقیب الله مسید په وژنه کې د تورن پولیس افسر راؤ انوار دنیولو دپاره دپښتنو لاریون ته دافغانستان لخوا د بیلتون خوښي غورځنګ په سترګه کتل د غندني وړ عمل دی اؤ پاکستان به هیڅکله پخپلو کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه ونه زغمي.

دغه څرګندونې د زیارت په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټرفیصل مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرؤلو په وخت کړي دي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی پښتون زلمي نقیب مسید په ۱۳مه جنورۍ دپاکستان کراچۍ ښار کې دپولیسو په یوه جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ چې دهغه د وژنې په ضد دپاکستان په شمول دنړۍ یو شمیر هیوادونو کې میشت پښتنو سخت احتجاجونه کړي دي.

دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د یوولیسو ورځو داحتجاجي لاریون په مهال دافغانستان اولسمشر اشرف غني هم ددغه لاریون ملاتړ اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دابه سیمه کې د تندلاریتوب په ضد د یو ښه غورځنګ پیلامه وګرځي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند نه چې کله دافغانستان د اولسمشر ددغو څرګندؤنو اؤ افغانستان کې د روانو مظاهرو په هکله پوښتنه وشوه نو وئ ویل “دغه لاریون د راؤ انوار دنیولو دپاره شوی ؤ که افغانستان ورته دبیلتون خوښۍ نوم ورکوي نو مونږ یې غندنه کوؤ اؤ هیڅکله پخپلو کورنیو چارو کې پردۍ مداخله نه شو زغملی”

هغه وویل پاکستان دافغانستان د شخړۍ سیاسي هواری غواړي اؤ دنړیوالې ټولنې نه غواړي چې دخبرو اترو دلارې دافغان کړکیچ هواری ولټوي.

دبهرنیو چارو ویاند وویل دامن لارې به پخپله افغانانو ته لټول وي خو پاکستان داګني چې دطاقت دلارې دافغان ستونزې هواری ناشونی دی.

دا لمړی ځل دی چې پاکستان دخپل هیواد دننه دپښتنو په کوم احتجاج کې دافغانستان په هممغږۍ خپل چټک غبرګون ښودلی .

دافغانستان اولسمشر اشرف غني دفرورۍ په نهمه نیټه په فیس بک لیکلي وؤ” په پاکستان کې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوو. دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد دسرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري”

هغه له نړیوالو او همدغه راز په پاکستان کې له مدني ټولنو څخه هیله کړې وه چې د دغه ډول حرکتونو ملاتړ وکړي اؤ ویلي یې وؤ لکه څرنګه چې په پاکستان کې د حقوق دانانو حرکت یوې نتیجې ته ورسېدو دغسې به د پښتنو دغه خوځښت هم د افراطیت د ریښو تر وېستلو دوام ومومي.

داشرف غني ددغو څرګندؤنو نه وروسته دپاکستان حکومت دلاریون مشرانو سره په لیکلې بڼه ژمنې کړي چې د راؤ انوار دنیولو په ګډون به دهغوئ ټولې غوښتنې په یوه میاشت کې پوره کوي.

د پښتون لاریون مشر منظور پشتین دا هم ویلي چې دپوځ اؤ استخباراتي شبکو مشرانو ورته ویلي وؤ چې دغه لاریون باید زر ترزره ختم کړي ځکه چې ددې له امله په نړیوال کچ دپوځ مورال ته ډیر زیان رسیږي اؤ بدنامي یې کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG