د پښتون ځوان نقيب الله مسيد د وژنې د خپل ځاني نوټس په اورېدنه کې سترې محکمې معطل کړی شوي پوليس افسر راؤ انوار ته د عدالت د سپکاوي نوټس او د هغه د بېنک اکاؤنټونو تړلو حکم يې ورکړو.
د سترې محکمې د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه بنچ نن د جمعې په ورځ د نقيب مسيد پولیس مقابله کې وژنې د خپل ځاني نوټس په اورېدنه کې راؤ انوار ته د حاضرېدو ويلي ؤ.
د اورېدنې په مهال د سندهـ صوبې د پوليس مشر الله ډنو خواجه او د نقيب مسيد پلار محمدخان حاضر شوي دي.
د اورېدنې پېل کېدو سره عدالت پوښتنه کړې راؤ انوار حاضر شوی؟ پوليس افسر خواجه عدالت ته ويلي "تراوسه نه دی راغلی"، نوموړي ویلي راؤ انوار ورته په وټس اېپ ويلي ؤ چې عدالت ته به حاضريږي.
مشر قاضي ثاقب نثار وويل "راؤانوارغټه ښه موقع د لاسه ورکړه، د پوليس ډيوټي ده چې راؤ انوار ونيسي، که راؤ انوار راغلی وی نوې جي ايي ټي مو جوړولی شوه، راؤ انوار خط ليکلی ؤ او مونږ ورته موقع ورکړې وه، راؤ انوارته مو حفاظتي ضمانت ورکړی ؤ"
د دغو خبرو وروستو اورېدنه ودرول شوې که راؤ انوار راشي، خو د يوې شېبې پورې دمې وروستو بيرته اورېدنه پېل شوه او مشر قاضي وويل داسې ښکاري چې راؤ انوار اوس نه راځي.
عدالت د راؤ انوار ته د سپکاوي نوټس ورکړو او سټېټ بېنک ته يې د هغه د بېنک اکاؤنټونو تړلو امر وکړو، عدالت استخباراتي ادارو ته د راؤ انوار مالومولو په لړ کې پوليس سره د مرستې او د څلورو واړو صوبې پوليس ته د نقيب د وژنې ګواهانو ته د حفاظت ورکولو امر وکړو. وروستو اورېدنه د ۱۵ ورځو دپاره وځنډول شوه.
د نقيب پلار محمدخان عدالت ته د حاضرېدو وروستو مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "د ظلم په ضد سپريم کورټ ته راغلي يو او د سپريم کورټ نه انصاف غواړو زما زوی بې ګناه ؤ راؤ انوار بې ګناه وژلی راؤ انوار ظالم دی".
له دې وړاندې په ۱۳م فرورۍ اورېدنه کې عدالت د راؤ انوار حفاظتي ضمانت منظور کړی او پوليس ته يې د هغه د نيولو پرته عدالت ته د حاضرولو ويلي ؤ.
د کراچۍ د ملير ضلعې پخواني پوليس افسر راؤ انوار د جنورۍ په ۱۳م نېټه د نقيب الله مسيد او هغه سره درېو نورو تنو په مقابله کې د وژلو ادعا کړې چې ترهګر يې وژلي خو د نقيب کورنۍ دغه ادعا رد کړې وه.
او وروستو بیا په خپله د پوليس يوې لوړ پوړې ډلې دغه مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.
له دغې پس د نقيب مسيد د وژنې پرضد د احتجاجي مظاهرو پېل کېدو پس سترې محکمې په دې پېښه خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.