لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل پروسې په غونډه کې به دسیمې هیوادونه د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې ته وهڅول شي


د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ چارواکو ویلي ، د پنجشنبې،زيارت په ماښام جمهور ريیس محمد اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر ترمنځ د کابل پروسې د غونډې او دسیمه ییزو مسلو او د افغانستان د سولې په تړاو خبرې شوي دي.

د جمهوريیس د ویاند مرستیال داخان مینه پال ویلي ، د دواړو مشرانو ترمنځ د کابل پروسې په اړه خبرې د وډیوي کنفرانس د لارې شوي دي.

ویاند مرسیتال دواخام مینه پال وویل "پرون د افغانستان د جمهور رییس او د امریکا د ملي امنیت د مشاور جنرال مک ماسټر ترمنځ ویډیو کفرانس وشو ،په دې وېډيو کفرانس کې د کابل پروسې د ناستې په جوړېدو ،له تروریزم سره پرمبارزې ، سیمه ییزو مسایلو او د سولې په پروسه باندې بحث او خبرې وشوې ".

د سولې او ثبات په هدف د کابل دپروسې دویمه غونډه چې دسیمې او نړۍ ګن شمېر هیوادونه به په کې برخه اخلي ، ټاکل شوې د روانې فرورۍ د میاشتې په ۲۶ نیټه دافغان حکومت په کوربه توب په کابل کې جوړه شي.

د جمهور ريیس ویاند مرستیال مینه پال ویلي ، د کابل پروسې د غونډې مشري د افغانستان سره ده او غواړي چې د دې پروسې له لارې د سیمې هیوادونه له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې ته وهڅوي.

همداراز د ارګ چارواکو ویلي ، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیاله الیس ویلز هم په دې وروستیو کې کابل ته راغلې وه او له جمهور رييس محمد اشرف غني په ګډون یې له یوشمېر جګپوړیو افغان مشرانو سره په درې ورځني سفر کې د کابل پروسې د غونډې ترڅنګ د سولې او ثبات پرمسایلو يې دخپل هیواد د هڅو په اړه خبرې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG