لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملګرو ملتونو خبرداری:نړۍ داټومي جګړې دګواښ سره مخ ده


دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوئتریس خبرداری ورکړی چې نړۍ د یوې اټومي نښتې د ګواښ سره مخ ده اؤ د ناټو مشر جینز اټولټنبرګ وایي نړیوالې ورورولۍ ته پکار ده چې په شمالي کوریا د اټومي وسلو نه دلاس اخستو دپاره تر اخري بریده فشار راوړي.

دغه خبرې هغوئ دجرمني په میونخ ښار کې دهغه امنیتي کانفرنس په مهال کړي چې نړۍ یو شمیر مشرانو اؤ چارواکو پکې برخه لرله.

کانفرنس ته خپله وینا کې د ملګرو ملتونو عمومي سکتر وویل” د سړې جګړې نه وروسته اوس په لمړي ځل مونږ د اټومي ګواښ سره مخ یو ، د یوې اټومي جګړې د ګواښ سره”

هغه وویل “زه دا خبره د شمالي کوریا د اټومي وسلو اؤ تر لرې د وار کوونکو توغندیو د جوړولو له امله کووم، دا چمتووالی د نړیوالې ټولنې د هیلو برعکس اؤ د امنیت دشورا د قراردادونو څخه ډاګیزه سرغړؤنه ده”

د شمالي کوریا مشر کم جونګ پخپل هیواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د لګول شوؤ بندیزونو باوجود د اټومي وسلو جوړؤلو څخه د لاس اخستو نه انکار کوي.

دغه کانفرنس ته د ناټو مشر اسټولټنبرګ ویلي میونخ د شمالي کوریا څخه دامریکایي پلازمینې واشنګټن په پرتله زیات نزدې دی اؤ نړۍ ته به هره توګه هڅه کول وي چې شمالي کوریا د خپلو اټومي وسلو نه لاس پسر کړي.

تیرکال د نومبر په میاشت کې د جنوبي کوريا پارلمان ته په وېنا کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان ته په مخاطب کولو سره خبرداری ورکړی ؤ چې هغه کومه وسله ترلاسه کوي د دې نه به يې د حکومت نور خوندي کېدو وروستو د لا ډېرو خطرو سره مخ شي.

صدر ټرمپ د نړۍ په قامونو غږ کړی ؤ چې "د شمالي کوریا د ظالم حکومت يواځې کولو، د هر ډول مرستو ورکولو او ملاتړ ترلاسه کولو د مخنيوي په لړ کې دې هڅې وکړي"

تیرکال شمالي کوريا په درېم ستمبر شپږمه جوهري ازماينه کړې وه د کوم په اړه چې ويل کيږي هغه هایډروجن بم ؤ.

هایډروجن د روایتي ایټم بم نه ډیر زیات طاقت ور وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG