لاس رسیدونکی لینک

 
کراچۍ : د باجوړ د يو زدکوونکي ځوان مړی ترلاسه شوی
تازه خبر

کراچۍ : د باجوړ د يو زدکوونکي ځوان مړی ترلاسه شوی


احمدشاه
احمدشاه

د کراچۍ ښار په ګلشن اقبال سکاؤټ کالونۍ علاقه کې د قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکي د کراچۍ پوهنتون زد کوونکي احمدشاه مړی ترلاسه شوی دی، پوليس وايي احمدشاه په تشدد وژل شوی دی.

د وژل شوي ځوان ملګري زدکوونکي هاروشيد ډيوه سره په خبرو کې وويل دوي په کراچۍ پوهنتون کې په زوالوجي کې د ماسټرۍ زدکړې کولې او د ماسپښين نه وروستو به يې دندې (نوکرۍ) کولې.

هغه وويل احمدشاه چې تعلق يې د باجوړ واړه ماموند لرې موخې علاقې سره دی هغه به په سهراب ګوټ سيمه کې په يو دوکان کې کار کولو او د جمعې په شپه "په يوه بجه ورسره زما په موبايل پېغام رابطه شوې هغه وويل چې خپل ځای ته په لار روان دی او سهار چې ما هغه په خپله کمره کې بيا وکتلونه ؤ"

هغه وويل پرون يې دوي مالومات کول نه خو په کومه پوليس تاڼه او نه په بل ځای کې يې څه درک شوی او نن ورته دهغه مړی د ايدهي په مرده خانه کې ترلاسه شو.

د مبينه ټاؤن پوليس تاڼې مرستيال مشر زوالفقار بټه وايي پرون سهار ورته خبر شوی چې په علاقه کې په يوه کوڅه کې مړی پروت دی، دوي بیا ورغلي نزدې د ۳۰ کلن ځوان مړی يې راپورته کړی روغتون ته يې وړلی او د هلته نه يې د ايدهي په مرده خانه کې اېښودی ؤ.

ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "نن د هغه خپلوان راغله پېژندګلو یې وکړه او دوي ورته د مړي سپارلو ليکل ورکړه".

هغه وويل د احمدشاه په "وجود د تشدد نخښې دي د ډز نخښه پرې نشته او د طبي (مېډېکل) رپوټ مخې ته راتلو وروستو به يې پوره مالومات وشي چې هغه څنګه وژل شوی خو ښکاري چې په سر يې ګوزار شوی او د زياتې وينې بښېدو نه يې مرګ واقع شوی دی".

نوموړي پوليس افسر وويل دوي پلټنې پېل کړي چې د دغه وژنې علت مالوم کړي.

د وژل شوي زده کوونکي تره امان الله ډيوه ته وويل، " ټوله کورنۍ مو تعليمافته ده، دا هلک مونږ دلته د تعليم دپاره رالېږلی ؤ دوه کاله يې وشو زمونږ د چا سره هیڅ قسمه دښمني نشته ، هغه چا په دوکه راويستی او وژلی يې دی او زمونږ د کورنۍ د هيچا سره څه زاتيات نشته".

هغه وويل "مونږ د سندهـ حکومت نه دا غوښتنه کوو چې مالومه کړي چې زمونږ دا بچی چا ووژلو"، او زياته يې کړه د احمدشاه مړی کلی ته وړي او هلته به يې خاور ته سپاري.

په کراچۍ پوهنتون کې د قبايلي سیمو نه علاوه د خېبرپښتونخو او بلوچستان صوبې د بيلابيلو برخو هلکان زده کړې کوي او په دوي کې اکثره په خپلو شخصي (کرايې اخستې) ځایونو کې اوسيږي.

د پښتون زدکوونکي ځوان د وژنې دا تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تېره مياشت په کراچۍ کې نقيب الله مسيد سره د درېو نورو ملګرو د پوليس په مقابله کې د ترهګر په نوم وژل شوی خو وروستو پوليسو په خپله دغه مقابلې ته جعلي، نقلي ويلې وه.

دوه ورځې وړاندې هم په سهراب ګوټ سيمه کې يوه بله پېښه رامنځته شوې او ويل شوي چې د کوره پورته کړی شوؤ دوه وروڼو کې په درېمه ورځ د يو تشدد زده مړی ترلاسه شوی ؤ. د دغو کسانو پېژندګلو د موسی خان او عيسی خان په نومونه شوې وه.

د موسی خان پلار جلات خان اکاخېل ډيوه سره په خبرو کې دومره ویلي چې "دغه خبره اوس ختمه شوې ده" او د ډېر څه ويلو څخه يې ډډه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG